Aug 05, 2020 15:15 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونا ککړ ۲لکه ۷۵زره کسان ښه شوي دي

په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر هم څه دپاسه اتلس میلیون اوه لکه دیرش زره تنو ته رسیدلی او دغه راز کابو اوه لکه پنځه زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز کابو یولس میلیون نهه لکه پنځه څلویښت زره کسان هم ښه شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ  دایران د روغتیائی  چارو د وزارت ویندوئې میرمن سیمالاري سادات نن  په ایران کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو د وروستیو احصایو په اعلانولو سره  وئیلي دي ،د تشخیص د قطعي  معیارونو په اساس  په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې   په ایران کې په کرونا ویروس نور دوه زره شپږ سوه اوه نوي کسان ککړ شوي چې له دوي  یو زر درې سوه یو دیرش په روغتونونو کې بستري شوي   او نور هم له معمولی خدماتو رووسته رخصت شوي دي .

 میرمن لاري ددې خبرې په کولو سره چې  په ایران کې  تر دې دمه په کرونا دککړو کسانو شمیر  درې لکه اولس زره څلور سوه درې اتیا تنو ته رسیدلی ، وئیلي دي ،  له بده مرغه په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کرونا ککړو  یو سل پنځه اتیا کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له دوي سره په ایران کې ددرستو قربانیانو شمیر هم اولس زره اته سوه دوو تنو ته زیات شوی دی .

 د میرمن سیما سادات  په وینا  په ایران کې تر دې دمه  کابو دوه لکه څلور اویا زره  نهه سوه دیرش کسان هم په درملنې پسې ښه شوي او  له روغتونونو رخصت شوي دي . په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر  هم څه دپاسه  اتلس میلیون  اوه لکه دیرش زره تنو  ته رسیدلی او دغه راز کابو اوه لکه پنځه زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی  او دغه راز  کابو یولس میلیون  نهه لکه  پنځه څلویښت زره کسان هم ښه شوي  او له روغتونونو رخصت شوي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه