Aug 05, 2020 16:02 Asia/Kabul
  • ایران په سیمې کې د ولسواکۍ  مخکښ دی

ډاکټر حسن روحاني دغه راز په ایران کې د مشروطه انقلاب یو سل څوارلسو کلونو تریدیدا ته په اشارې سره یادونه کړې ،له دې مخکې چې په سیمې کې څوک پارلمیان ، د رایو صندقونه او انتخابات ولرل شي ، په ۱۹۰۶ کال کې په ایران کې د مشروطیّت فرمان صادر شوی او پارلیمان هم خپل فعالیت پیل کړی دی .

  د ایران داسلامی  جمهوریت ولسمشر حسن روحاني  نن د کابینې په غونډې کې د ولس په مستقیمو یا غیر مستقیمو رایو سره په اسلامی ایران کې د حکومت ،پارلیمان او نورو  حکومتی ارکانو  انتخاب ته په  اشارې سره  ووئیل ،  ایران په سیمې کې د ولسواکۍ  مخکښ دی .

ډاکټر حسن روحاني  دغه راز  په ایران کې د مشروطه انقلاب یو سل څوارلسو کلونو تریدیدا ته په اشارې سره یادونه کړې ،له دې مخکې چې  په سیمې کې  څوک پارلمیان ، د رایو صندقونه او انتخابات ولرل شي ، په ۱۹۰۶ کال کې په ایران کې د مشروطیّت فرمان صادر شوی  او پارلیمان هم خپل فعالیت  پیل کړی   دی .

 د اسلامی ایران ولسمشر  په دې په ټينګار سره چې  په ټولو ډګرونو کې  دخلکو په ګډون  سره ،  هیڅ یو قدرت   اسلامی ایران ته  ګوازر یا تاوان نشي رسولی روښانه کړې ده ،  کله په ایران کې حکومت ، پارلیمان او نور حکومتي ارکان د  ولس په رایو سره په مستقیم یا غیر مستقیم ډول  ټاکل کیږي ، نو هیڅ معنا نه لري ، په سپینې ماڼۍ کې  یو کس  او ددنیا  ورآخوا ناست ناخبره کسان  د   ولس دحکومت د ختمولو او دبلواؤ درامینځةکولو لپاره کومه فیصله  وکړي .

 

ټیګونه

کمنټونه