Aug 06, 2020 13:42 Asia/Kabul
  •  په سختو شرایطو کې به د لبنان تر څنګ پاتي شو

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران لوی قومندان وویل: په سختو شرایطو کې به هیڅ کله لبنان یوازې پرې نږدو.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران لوی قومندان سردار حسین سلامي په بیروت کې وروستۍ چاودنې ته په اشارې سره د لبنان ولس، دولت او د حزب الله ډلي ته خواخوږي وړاندې کړ او زیاته یې کړه چي د لبنان ولس د اسلام د مقاومت په اسمان کې له ځلاندو ستور څخه دي چي تل په صبر او زغم سره له داسي پېښو سره یې چلند کړئ.

سردار سلامي وویل: موږ خپل ټول ظرفیتونه په کار اچولي دي تر څو د ایران د ولس په ملتیا لبنان سره مرسته وکړو تر هغه چي یاد ناوړین شاته پریږدي.

د سي شنبې په ورځ د یوې اور لګېدنې د امله د پټاخیو او د امونیم نایټریټ په ګودام کې یوه لویه چاودنه وشوه چي د امله یې ۱۵۰ تنه وژل شوی او ۴ تنه هم زخمیان شوي دي.

خبر پای /.

 

ټیګونه