Aug 06, 2020 14:44 Asia/Kabul
  • د ايران د وسلو د بنديز د تمديد لپاره د امريکې هلې ځلې او د روسيې مخالفت

د ټرمپ حکومت د ايران د وسلو د بنديزونو چې د 2231 پرېکړليک له مخې د روان ميلادي کال د اکتوبر په اتلسمه ختم شي د لغو کېدو د مخنيوي لپاره هلې ځلې شروع کړي دي.د واشنګټن دغه اقدام د ماسکو له سختې نيوکې سره مخامخ شوے دے.

د امريکې خارجه وزير مائک پومپئو پرون ماښام وويل چې واشنګټن به په راتلونکې هفته کښې د ايران د وسلو د بنديزونو د تمديد لپاره يو پرېکړليک د ملګرو ملتو د امنيت شورا ته وړاندې کړ.

پومپئو چې په يو خبري کانفرنس کښې يې خبرې کولې، تاکيد وکړ چې واشنګټن به هيڅکله د ايران د وسلو د بنديز د ختمېدو اجازه ورنکړي.

دې ته په پام سره چې د برجام د ايټمي موافقې او د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک د يو مفاد مطابق د ايران د وسلو د بنديز لغو کېدل د دغې موافقې د اجرائي کېدو له وخت نه پينځه کاله وروسته دي، امريکه د دې موضوع له عملي کېدو څخه د مخنيوي لپاره هلې ځلې کوي.

واشنګټن په دې لړ کښې د 2019 کال له مېنځنيو وختونو نه تر اوسه پورې پراخه نفسياسي جنګ شروع کړے دے او د دغه هېواد لوړرتبه چاروکي په تېره بيا پومپئو د ايران لخوا د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د 2231 پرېکړليک د خلاف ورزۍ د ادعا ترڅنګه ادعا کړې ده چې د ايران د وسلو د بائيکاټونو ختمېدل به په سيمه کښې د وسلو د سيالۍ، د ايران او د هغه د انډيوالو د سيمه ايز قوت د مضبوطيه د د رامنځته کېدو او د صهيونېسټ رژيم د امنيت په خطر کښې د پرېوتو سبب شي.

 په ورپسې مرحله کښې د ټرمپ حکومت د دغې غوښتنې د منلو لپاره د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د غړيو په راضي کولو باندې خپل کوششونه متمرکز کړي دي.د امريکې لخوا د وړانديزي پرېکړليک د مسودې وروستۍ نسخه کښې د ملګرو ملتو له غړيو څخه غوښتل شوي دي چې په ايران باندې د ټولو وسلو خرڅول او يا له ايرانه د هغو اخېستل بند کړي او د هغو د فني روزنې ، سرچينو يا مالي، مشورتي او له تامين، خرڅون، انتقال، توليد، ساتنې يا ترې د استفادې کولو سره د اړوند خدماتو له وړاندې کولو څخه ډډه وکړي.

په حقيقت کښې واشنګټن د ايران د وسلو بنديز د دائمي کولو په تکل کښې دے، هم هغه هدف چې د ټرمپ حکومت له دې مخکښې د ايران د ايټمي پروګرام په باره کښې هم ويلي وو چې کوشش کوي چې د برجام ايټمي موافقې په ګډوډولو سره يوه داسې نوې موافقه چې د امريکې د غوښتنو پوره کونکې وي له ايران سره لاسليک کړي.

د امريکې دغه غېرقانوني غوښتنه د څلور جمع يو ډلې د ختځ لوري يعنې روسيې او چين له پوره او څرګند مخالفت سره مخامخ شوې ده او په تېره بيا د روسيې لوړرتبه چارواکو په مختلفو مناسبتونو کښې او حتی د رسمي ليک په لېږلو سره د واشنګټن له دغه هدف سره په خپل مخالفت او د امنيت د شورا د 2231 پرېکړليک مطابق د ايران د وسلو د بائيکاټونو د ختمولو په ضرورت تاکيد کړے دے.

روسيه باوري ده چې د واشنګټن دغه اقدام د مريکې د غېر قانوني او ناروا غوښتنو او اهدافو په بنيان او د ايران په خلاف له زيات نه زيات دباو د بهير په چوکاټ کښې رامنځته شوے دے او نه يوازې د امنيت د شورا د 2231 پرېکړليک او د برجام ايټمي موافقې د مفادو په خلاف دےبلکه د برجام د دړې وړې کولو او په نتيجه کښې يې له ايران سره د نړيوالې ټولنې د مقابلې په هدف سره برابريږي.په دې لړ کښې په ترټولو وروستي دريځ کښې په ملګرو ملتو کښې د روسيې د دائمي استازي په دفتر کښې يو باخبر چارواکي تاکيد وکړ چې د ايران د وسلو د بنديز د تمديد په باره کښې د امريکې د پرېکړليک په وړاندې د روسيې دريځونه نه دي بدل شوي او دغه سند د امنيت په شورا کښې د تصويب لپاره څه چانس نه لري.

د روسيې لوړ رتبه چارواکو په ځلونو ويلي دي چې د امنيت په شورا کښې په ايران باندې له زيات نه زيات دباو راوړلو لپاره د امريکې د سياست په تائيد کښې د څه سندتصويبېدو لباره د هيڅ ډول کوشش به ونه مني. د روسيې د خارجه  وزير سرګئ لاوروف د وېنا له مخې د ملګرو ملتو د امنيت شورا د ايران په خلاف د وسلو بنديز په پوره توګه نه دے عملي کړے. دغې شورا ايران ته د وسلو د صادراتو د مجبوز لپاره يو خاص اصول په نظر کښې نيولي وو چې په کامله توګه يې موقته شرائط لرل او اعتبار به يې د رون ميلادي کال په اکتوبر کښې ختم شي.»

مهم ټکے دا چې د امنيت په شورا کښې د تصويب لپاره يو پرېکړليک د امنيت د شورا له پينځو دائمي غړيو څخه د هر يو لخوا له وېټو نه بغېر لږ تر لږه نهو غړيو موافقت ته ضرورت لري.د ټرمپ حکومت يوازې کولې شي له خپلې  وړاندې پريکړليک څخه د برجام د دريو اروپائي غړيو په توګه د فرانسې، برطانيې او جرمني د ملاتړ حاصلولو ته اميدوار وي، په داسې حال کښې چې چين او روسيه چې د امنيت د شورا  د دوو دائمي غړيو په توګه د ويټو حق لري د امريکې له طرحې سره خپل مخالفت اعلان کړے دے.نو ځکه امريکنيان ښه پوهيږي چې د دغه وړانديز پرېکړليک د تصويب لپاره څه چانس نه لري.

-----

 

ټیګونه