Aug 09, 2020 12:52 Asia/Kabul
  • ایران او نور هیوادونه د کرونا له دوهمې څپې سره  مخ دي

زمونږ خبریال وايي د ایران ولسمشر حسن روحاني په دې خبرې سره چې ایران او نور هیوادونه د کرونا ویروس له دوهمې (۲) څپې سره مخامخ شوي دي د روغتیا چارو د مسولانو د لارښونو د رعایتولو په ضرورت ټینګار وکړ .

هغه نن له کورونا سره د مقابلې د کمیټۍ په غونډې کښې دې ته په اشارې سره چې په تیرو اونیو  کښې په ایران او نړۍ کښې کورونا ویروس ډیرې ټیټې هسکې لرلي دي وویل حقیقت دا دی چې مونږ لږ تر لږه تر راتلونکو شپږو (۶) میاشتو پورې یا ممکن دی تر یوه(۱) کال پورې له کورونا ناروغۍ سره مخامخ شو پر دې اساس باید خپل چمتووالی هماغه راز وساتو .

د ایران ولسمشر حسن روحاني په محرم میاشت کښې د ماتم په دستورو کښې د روغتیا چارو د رعایتولو د ضرورت په هکله بیا ټینګار سره وویل عزاداري او د خلکو سلامتیا له یوبل سره ارتباط لري او یوازې خلکو ته اطلاعات ورسول شي  او هغوې قانع کړې شي .

هغه د کورونا واکسین او درملو د تولید په زمینه کښې د پوه بنسټه شرکتونو رول ته په اشارې سره وویل حکومت له هغو پوه بنسټه شرکتونو سره چې د کورونا ویروس د واکسین او د درملو د جوړولو هڅه کوي مرستې ته تیار دی .

 

ټیګونه

کمنټونه