Aug 10, 2020 13:04 Asia/Kabul
  • امریکایان دامنیت شورا له لاروچاروناسمه استفاده کوي

د امنیت شورا غړي باید ځير ووسي او د امریکایانو په لومې کې ګیر نشی او احتمالا دامریکا دغه اقدام هم د دغې شورا دغړو په هوښیارۍ اوځيرتیا سره ناکامیږي .

 زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران د خارجه وزارت ویندوي عباس موسوي  نن په خبري ناستې کې د ایران داسلامی جمهوریت  په ضد دوسلو دبندیزونو د تمدیدولو لپاره د امریکا هڅې ته په اشارې سره  وئیلي دي ،  امریکایان  د ملګروملتو د امنیت شورا  له لارو چارو او کړنو  ناوړه استفاده کوي .

 عباس موسوي نن په تهران کې په خبری کنفرانس کې د ملګروملتو   دامنیت شورا په سبا ورځې  غونډې کې د ایران  په ضد د وسلو د بندیزو د تمدیدولو په باب د امریکا  د پریکړه لیک دنوي مسودې  مطرح کیدا په باب زیاته کړې ،    دغه اقدام له دې مخکې چې دد ایران په ضد وي ، د ملګروملتو د امنیت شورا او نړیوالو لارو چارو په ضد  دی.

 هغه ددې خبرې په کولو سره چې  امریکایانو غواړي ، دملګروملتو  امنیت شورا  دنابودۍ په  لور وکاږي ، یا ئې تر خپلې سلطې لاندې راولي ، روښانه کړې ده ،  د امنیت شورا غړي باید ځير ووسي   او د  امریکایانو په لومې کې ګیر نشی  او احتمالا  دامریکا دغه اقدام  هم د دغې شورا دغړو په هوښیارۍ اوځيرتیا سره  ناکامیږي .

  د ایران د خارجه وزارت  ویندوي  د ایران دوسلو دبندیز د تمدیدولو لپاره  امنیت شورا ته د فارس خلیج د ملګرتیا شورا دعمومی منشي  د وروستي  لیک په لیږدولو پسې  هم وئيلی دي ، د باؤري   خبرونو په اساس ،  د  فارس خلیج دملګرتیا شورا ځیني غړي  اصلا ددغه لیک له مادو خبر هم نه دي .

 عباس موسوي د فارس خلیج   د  څنډې له هیوادونو سره دملګرتیا لپاره د ایران مخکینیو وړاندیزونو ته په اشارې سره  وئيلي دي ، ایران  هغو هیوادونو ته چې  د وسلو د بندیزونو دختمیدا په باب ئې اندیښنه ښودلې ، وائي ، تاسو سیمه د وسلو او تجهیزاتو په ستر انبار بدله کړې ده . اود تاسو دغه اقدام   دامریکا په وړاندې یوه چاپلوسي حسابیږي .

 د ایران د خارجه وزارت ویندوي د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د تهران د لاسوهنې په باب  دو اشنګټن د چارواکو د ادعا په باب هم وئيلي دي ،دا د امریکایانو له ملنډو ډکې ادعاګانې دي ځکه ایران ، دامریکا ډیرو داخلی کسانو ،ګوندونو اوبهیرونو ته  څه  خاص توجه نه کوي ، بلکې  له اسلامی ایران سره د دوي تعامل ،کردار چلند او کړچار  ته پام کوي .  

 

ټیګونه

کمنټونه