Aug 10, 2020 15:15 Asia/Kabul
  • په ایران کې دکرونائي قربانیانو شمیرله18زره6سوه کسانوزیات شو

په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څه د پاسه شل میلیونو تنو ته رسیدلی چې له د غو کسانو کابو اوه لکه پنځه دیرش زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز لږترلږه دولس میلیون او نهه لکه لس زره کسان هم په درملنې پسې ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .

 زمونږ خبریال راپور راکړ  د ایران د روغتیائي چارو وزارت ویندوئې میرمن سیماسادات لاري  نن په هیواد کې په کروناویروس دککړوکسانو د وروستیو احصایو په باب وئیلي دي د  تشخیص  د قطَعی معیارونو په اساس  په تیرو ۲۴ساعتونو کې  دوه زره یو سل دوه دیرش کسان په کرونا ویروس ککړشوي چې له دغو کسانو یو زر اوه شپیته کسان په روغتونونو کې بستري شوي  دي.

     میرمن لاري ددې خبرې په کولو سره چې  په ایران کې تر دې دمه په کرونامنحوس ویروس دککړو کسانو شمیر درې لکه اته ویشت زره اته سوه څلور څلویښت تنو ته رسیدلی دی ،ووئيل  له بده مرغه په تیر شواروز کې  په کرونا ککړو یوسل نهه اتیا کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه شان  په  درست ایران کې تر دې دمه د کرونائي قربانیانو شمیر  اتلس زره شپږ سوه شپاړس تنو ته رسیدلی دی .

   دمیرمن سیماسادات لاري  په وینا تر دې دمه  کابو دوه لکه شپږاتیا زره اوه سوه  ککړکسان  په درملنې پسې ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 په عین حال کې  په درستې نړۍ کې  په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څه د پاسه شل میلیونو تنو ته رسیدلی  چې له د غو کسانو  کابو  اوه لکه پنځه دیرش زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز  لږترلږه دولس میلیون  او  نهه لکه  لس زره کسان هم په درملنې پسې ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .

Image Caption
Image Caption

 

 

ټیګونه

کمنټونه