Aug 13, 2020 04:41 Asia/Kabul
  •  اروپا دې د امريکې ترتاثير لاندې نه راځي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د فرانسې له ولسمشر سره په خبرو اترو کښې دې ته په اشارې سره چې د امريکې اقدامات تل د برجام ايټمي موافقې د ختمولو لپاره وو او دي، وويل: اروپا پکار دی د امريکې تر تاثير لاندې رانه شي او د دغه هېواد په دام کښې ګېر نه شي.

ډاکټر حسن روحاني پرون د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره په ټيلفوني تماس کښې د دې په بيانولو سره چې د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک مطابق پکار دے د اکتوبر له اتلسمې څخه د ايران د وسلو بنديزونه اوچت کړې شي تاکيد وکړ، هغه پرېکړليک چې امريکنيانو د ملګرو ملتو د امنيت شورا ته وړاندې کړے دےد امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک خلاف ورزي ده او ټول هېوادونه په خاصه توګه څلور جمع يو ډله دې ورسره سخت مخالفت وکړي.

هغه يادونه وکړه، امريکه دې ته په پام سره چې څه د پاسه دوه کاله اوشول چې له برجام موافقې وتلې ده د دغې موافقې له لارو چارو نه د استفادې لپاره هيڅ حق نه لري.

د فرانسې ولسمشر هم د برجام ايټمي موافقې د ساتنې په ضرورت باندې په تاکيد سره وويل: د ايران د وسلو د بنديز د تمديد په اړه له امريکې سره د فرانسې نظر بالکل بل شان دے او دا موضوع په وضاحت سره امريکې ته اعلان شوې ده.

مکرون همدارنګ وويل، فرانسه له ايران سره د مالي سېسټم د فعالولو لپاره د يو لړ اقداماتو د ترسره کولو په حال کښې ده.

 

ټیګونه

کمنټونه