Aug 13, 2020 10:23 Asia/Kabul
  • امریکا د ځنګل د قانون پیروۍ کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل د اټومي موافقې په بشپړه ډول د له مینځه وړلو لپاره امریکا ته د اجازې ورکول د ځنګل قانون ته د ستنیدا په معنا دي .

جواد ظریف په یوې (۱) مقالې کښې چې د فرانسې په لومونډ(Le Monde) ورځپاڼې کښې خپره شوه ولیکل د امریکا اوسنی حکومت د ایران د اټومي پروګرام په هکله د دوه زره پینځلسم (۲۰۱۵) میلادي کال د موافقې په کامل ډول د له مینځه وړلو هڅه کوي .

هغه وویل د امریکا اوسنی حکومت په هر هغه هیواد چې د قانون د حکومت دفاع کوي له ړاندې حملې پرته بل هیڅ پروګرام نلري چې ستر مثال یې د امریکا په داخل کښې  کورونا ویروس په بد ډول مدیریت کول او د هیواد د باندې د سولې او د امنیت کمزوري کول دي .

خارجه وزیر جواد ظریف په دې خبرې سره چې ایران داسې هیواد دی چې د امریکا له ترټولو ورانکارو او ړاندو بایکاټونو سره مخ دی وویل د امریکا اوسنی حکومت د نړیوالې ټولنې د راتلونکي په هکله هیڅ لرلید نه وړاندې کوي او د ملګروملتونو د امنیت شورا د دوه زره دوه سوه یودیرشم (۲۲۳۱) پریکړه لیک په وړاندې د امریکا د کړچار څرنګوالی د واشنګټن د غلطو کړچارونو ښکاره بیلګه ده .

د امریکا حکومت د ایران پرضد د خپلو غلیمانه اقداماتو په دوام کښې وړمه ورځ د ایران د وسله وال بایکاټ د ختمیدا د تمدیدا لپاره د یوه(۱) پریکړه لیک مسوده د امنیت شورا په اجنډا کښې وروستله .

د اټومي پروګرام او د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک پراساس د ایران پرضد وسله وال بایکاټ د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اتلسمه (۱۸) نیټه پاې ته رسیږي .

 

ټیګونه

کمنټونه