Aug 13, 2020 11:26 Asia/Kabul
  • د امریکا خارجه وزیر د کانګرس فیصلو ته پام نه کوي

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت وویل د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپئو د ولسي جرګې کانګرس فیصلو ته پام نه دی کړی چې په لویدیځې اسیا کښې د جنګي اوزارو په لومړي واردونکي هیواد یعني عربستان باندې وسلې خرڅې کړي .

د ایران د باندنیو چارو وزارت وویل اوس دغه خبره ایشوا شوي ده د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو په هغه هیواد باندې د وسلو د خرڅولو هڅه کوي کوم چې اوس هم په یمن باندې بمباریو ته دوام ورکړی او په ریاکارۍ سره د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د محدودیتونو د دوام غوښتنه کوي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو پرون په پراګ کښې د چیک جمهوریت له لومړي وزیر سره په ګډ خبري کانفرنس کښې وویل په سعودي عربستان باندې د واشنګټن د وسلو خرڅول له قوانین سره سم ترسره شوي دي .

امریکا له بریتانیا سره یوځاې  په سعودي عربستان او د فارس خلیج په عربو هیوادونو باندې  د وسلو او ډول ډول پوځي تجهیزاتو ترټولو ستر خرڅونکي هیوادونه دي .

 

ټیګونه

کمنټونه