Aug 15, 2020 04:24 Asia/Kabul
  • امریکا د لویدیځې اسیا سیمې سم درک نه لري

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل له صهیونیسټ رژيم سره د متحده عربي اماراتو د اړیکو د عادي کولو په هکله د امریکا اقدام د دې ښودنه کوي چې واشنګټن د لویدیځې اسیاسیمې په هکله سم درک نلري .

هغه وویل امریکا د لویدیځې اسیا سیمې د خلکو د غوښتنې په اپوټه اقدام ترسره کوي .

جواد ظریف د بیروت بندر د چاودنې د تحقیقاتو په هکله هم وویل دغه تحقیقات باید د لبنان د خلکو په وسیله ترسره شي کوم چې اوس روان دي .

هغه وویل د لبنان د  حکومت د غوښتنې په بڼه کښې نور هیوادونه هم د بیروت د بندر د چاودنې په تحقیقاتو کښې مرسته کولای شي .

بل خبر دا چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر زیاد النحاله ټینګار وکړ د متحده عربي اماراتو او د صهیونیسټ رژيم د اړیکود عادي کولو خائنانه حرکت د فلسطین د خلکو په مقاومت او د مقاومت په حرکت هیڅ اغیز نلري .

ظریف وویل دغه خائنانه حرکت به د فلسطین د خلکو په مقاومت او د مقاومت په حرکت هیڅ اغیز ونلري او حتما به له دغو سیاستونو د فلسطین او د  سیمې د خلکو نفرت زیات کړي .

د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر زیاد النحاله هم د فلسطین له ایډیل څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د همیشني ملاتړ په قدرونې سره وویل دغه رزیلانه اقدام به د فلسطین د خلکو په مقاومت هیڅ اغیز ونلري .

 

ټیګونه

کمنټونه