Aug 15, 2020 13:41 Asia/Kabul
  •  د ایران په ضد د امریکا د پرېکړه لیک پر ماتي خوړلو د رابرت اوبراین اعتراف

د امریکا د ملي امنیت سلاکار د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د ایران په ضد د امریکا له خوا د وړاندې شوې پریکړه لیک پر ماتي خوړلو اعتراف وکړ.

د امریکا د ملی امنیت سلاکار رابرت اوبراین د فاکس نیوز خبري چېنل سره په یوه مرکه کې وویل: د امنیت په شورا کې زموږ له خوا د وړاندې شوې پرېکړه لیک رد کېدنه د ناهیلۍ ډکه پېښه وه خو باید له دغي پیښي څخه حیران نه شو.

هغه زیاته کړه که څه د امنیت په شورا کې امریکا ماته وخوړله خو دا قضیه لا نه ده ختمه شوې.

پر ایران باندې د دفاعي سازو سامان د پېر او پلور د بندیز د غځېدو لپاره د امنیت په شورا د امریکا له خوا وړاندی شوی پرېکړه لیک په یولسو ممتنعو ، ۲ موافقو او ۲ مخالفو رایو سره ماته وخوړه.

امریکا او دومینیکن ریپبلیک مثبتي رایي ورکړې خو روسیه او چین بیا د تصویب سره یې مخالفت وښود او پاته یوولس غړي ممتنعي رایې ورکړې.

د اکټوبر په میاشته کې به د برجام د نړیوالي موافقې سره سم پر ایران باندې ټولي وسله ایزي بندیزونه لیري کړای شي.

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه