Aug 15, 2020 14:12 Asia/Kabul
  • د ایران په وړاندې په دسیسه کې امریکا په ذلت سره ماته وخوړه

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د امریکا تاریخي ماتي ته په اشارې سره وویل: امریکا پر ایران باندې د دفاعي سازو سامان د بندیزونو د غځولو په دسیسه کې ماته وخوړه.

د ایران په وړاندې د امریکا پریکړه لیک د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې له یولسو ممتنعو، دوو موافقو یعني امریکا او دومینیکن او دوو مخالفو (روسیه او چین) رایو سره  رد کړای شو.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د کرونا سره د مقابلې د کمیتې په غونډه کې وویل: د امنیت په شورا کې تېره ورځ د نړیوال استکبار امریکا ماته یوه تاریخي پېښه ده.

هغه زیاته کړه چي د امریکا له خوا د وړاندی شوی پریکړه لیک سره د مخالفتونو لامل د برجام موافقه وه ځکه چي نړیوالو دا موافقه د سیمي او د نړۍ په کټه وباله.

روحانی وویل: امریکایانو د خپل ماتی د پټولو لباره اعلان وکړ چي ۴ ایراني تېل وړونکي کښتۍ یې نیولي دي به داسي حال کې چي دغه خبره ناسمه ده او یادی کښتۍ ایران سره هیڅ تړاو نه لري.

هغه ټینګار وکړ چی د امریکا دغي حقوقي او سیاسي ماتي څخه په سق اخیستلو سره ځینې هیوادونه باید د صهیونیستي رژیم سره د نږدې کېدو هڅي بندي کړي.

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه