Aug 21, 2020 15:07 Asia/Kabul
  • د ټرمپ حکومت به په نړیوال ډګر کښې یوځل بیا یوازې او رسوا شي

د ایرانه خارجه وزیر څرګنده کړه چې د امنیت شورا په تاریخ کښې داسې حالت هیڅکله نه دی رامینځته شوی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ماشې د مکانیزم د فعالولو په لړ کښې د امریکې له اقدام سره شویو مخالفتونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د ټرمپ حکومت به یوځل بیا په نړیوال ډګر کښې رسوا او یوازې پاتې شي.

محمد جواد ظریف نن د ماشې د مکانیزم د فعالولو یا سنیپ بیک لپاره امنیت شورا ته د امریکې له لیک استولو وروسته په خپل انسټاګرام کښې، دې ټکي ته په پام سره چې مایک پمپئو په خپل ګمان د امنیت شورا د لغوه شویو پریکړه لیکونو د راستنولو لاره چاره فعاله کړې ده، ولیکل: ورته مهال ایران د روسیې، چین، اروپايي اتحادیې، جرمني، فرانسې او انګلستان په ملتیا په جلاجلا لیکونو کښې د ټرمپ د حکومت اقدام غیرقانوني او بې اغیزې معرفي کړ.

ظریف زیاته کړه چې احتمالاً نن د امنیت شورا ځینې نور غړي هم ورته دریځ غوره کړي او د ټرمپ حکومت به په نړیوال ډګر کښې یوځل بیا یوازې او رسوا شي.

د ایرانه خارجه وزیر څرګنده کړه چې د امنیت شورا په تاریخ کښې داسې حالت هیڅکله نه دی رامینځته شوی.

 

ټیګونه