Aug 31, 2020 11:34 Asia/Kabul
  • ویانا ته د عراقچي سفر د اټومي تړون د ګډ کمیسیون په چوکاټ کښې د خبرو دوام :-

د اسټریا هیواد پلازمینه ویانا به د سپتمبر د میاشتې له لومړۍ(۱) نیټې څخه د ایران او د څلور جمع یوې ډلې د غړیو هیوادونو یعني د جرمني د فرانسې د روسیې د چین او د بریتانیا د پلاویو او د اروپايي اتحادیې د غږملونکي په ګډون سره د اټومي تړون د ګډ کمیسیون د غونډې کوربه وي .

د ویانا غونډه وروسته له دې ترسره کیږي چې ایران او د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس تیره اونۍ په تهران کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر رافائل ګروسي سره په رغنده خبرو اترو کښې د ملګرتیاو د پراختیا په هکله نوي موافقې ته ورسیدل .

د موافقې پراساس ایران د ادعا وړ موضوعګانو د حل لپاره د حقیقت د معلومونې د فعالیتونو لپاره اسانتیا برابروي او په اطلاعاتو باندې له غور او شننې وروسته د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس له ایران څخه بل هیڅ پوښتنه او له هغه څه ورهاخوا چې ایران ویلي دي کومو ځایونو ته د لاسرسي لپاره هیڅ غوښتنه نلري .

په همدې هکله د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسول مرستیالې میرمن هیلګا اشمید په یوه(۱) ټویټر پیغام کښې دغه موافقه د تهران لخوا ښه خبر وباله او ویې لیکل له دې سره په یووخت مونږ د ګډ کمیسیون د راتلونکي اونۍ په غونډې کښې د اټومي تړون د ساتلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو .

همدا اوس د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسي چارو مرستیال سید عباس عراقچي ویانا ته رسیدلی دی او د اټومي تړون له ګډې غونډې مخکې به د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر رافائل ګروسي ، د ویانا په غونډې کښې د ګډون کونکو پلاویو له ځینو مشرانو او دغه راز د اسټریا له خارجه وزیر سره کتنه او خبرې وکړي .

دغه خبرې اترې په داسې حال کښې دوام لري چې زیاتې نښې نښانې د دې ښودنه کوي چې د ایران پرضد د امریکا د زیات دباو سیاست بندون ته رسیدلی دی .

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاس مسول جوزپ بورل په همدې هکله څه موده مخکې په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې یوه(۱) پیغام کښې وویل په صراحت سره وایو مونږ باید په دوو (۲) دلیلونو دغه موافقه وساتو لومړۍ(۱) دا چې د دغه موافقې لپاره بل هیڅ اغیزشیندونکی ځای ناستی نشته .

دغه تفکر چې مونږ کولای شو یوه(۱) بله موافقه ولرو او هغه د ټرمپ موافقه ونومو اصلا امکان نه لري .

هغه وویل دولس(۱۲) کلونه ولګیدل چې اختلافات څنګ ته شي چې یوې (۱)موافقې ته ورسیږو .

له ټولو نیوکو او مخالفتونو سره سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو یوځل بیا هڅه وکړه چې په ملګروملتونو کښې د واشنګټن سیاست مخ ته بوځي او په دغه کړچار سره یې د ملګروملتونو د امنیت شورا مشر ته په یوه (۱) لیک کښې د ماشه د مکانیزم(triggering mechanisms) د فعالولو غوښتنه وړاندې کړه .

د امریکا دغه هڅه هم ناکامه شوه او د ملګروملتونو د امنیت شورا  په غونډې کښې وویل شو د  واشنګټن  له غوښتنې سره د امنیت شورا د اکثرو غړیو مخالفت ته په پام سره د دغه کار لپاره بل کوم اقدام نشو ترسره کولای .

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له دې مخکې د ملګروملتونو د امنیت شورا پړاویز مشر ته په یوه (۱) لیک کښې ډاګینه کړي وه چې امریکا د ډیرو دلایلو په خاطر د ایران پرضد د لغو شویو پریکړه لیکونو د مادو د احیا کولو هیڅ حق نلري .

امریکا په صراحت سره په اټومي تړون کښې خپل ګډون پاې ته رسولی دی او د اختلاف د حل له سازوکار څخه د استفادې لپاره یې هر ډول حق منتفي کړی دی .

د امریکا حکومت دغه راز د دوه زره اتلسم (۲۰۱۸) میلادي کال د مي د میاشتې په یولسمه (۱۱) نیټه په اټومي تړون کښې ټولو ګډون کونکو ته وویل دغه هیواد به نور اټومي تړون ته په اړونده  فعالیتونو او غونډو کښې ګډون ونلري .

همدا اوس د امریکا له  اټومي تړون ضد سیاست سره د هیوادونو د مخالفتونو زیاتیدل یو(۱) روښانه پیغام لري هغه دا چې د  واشنګټن یواړخیزه ستراتيژۍ نور د نړیوالې ټولنې لپاره د منلو وړ نه ده .

هماغه ډول چې د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده له دې مخکې په ویانا کښې د اټومي تړون د ګډ کمیسیون د غونډې د ترسره کیدا په هکله ویلي وو هیله کیږي د امریکا د یواړخیز پالنې او سرکشۍ په څنګ کښې په اټومي تړون کښې واحد غږ واوریدل شي .

 

ټیګونه