Sep 17, 2020 04:16 Asia/Kabul
  • د ايران د فزندانو د شهادت عاملان به قبرستان ته لاړ شي

د ايران د ملي امنيت شورا سېکتر د تهران په خلاف د امريکې د ولسمشر د ګواښونو په ردعمل کښې وويل: هغه آمران او عاملان چې لاسونه يې د ايران د فرزندانو په وينو سرۀ دي د عراق د معدوم ډېکټېټر صدام په شان به قبرستان ته لاړ شي.

علي شمخاني پرون په يو ټوئيټ کښې په "انتقام سخت" سخت هېشټګ سره وليکل: «د مقدسې دفاع هفته د هغو وهمی ډېکټېټرانو د تنبيه لپاره چې خيال کوي له ايرانه زر برابر طاقتور دي د شهيد قاسم سليماني د نسل د ارادې مستند تاريخ دے.»

پوليټيکو نشريې په دې وروستيو کښې د امريکې د اطلاعاتي رپوټونو او د دغه هېواد د حکومت نزديو چارواکو په نقل سره ادعا وکړه، ايران د شهيدجنرل قاسم سليماني د قتل انتقام اخېستلو لپاره په جنوبي افريقا کښې د امريکې د سفير د وژلو اراده لرلې ده.

همدارنګ د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پوليټيکو نشريې د رپوټ په ردعمل کښې ادعا وکړه، د امريکې د ګټو په خلاف هر اقدام ته به زر برابره سخت ځواب ورکړې شي.

له دې مخکښې د ايران د خارجه وزارت وياند سعيد خطيب زاده د دغو غرضي او هدفمندو تورونو په ردولو سره امريکائي چارواکو ته نصيحت وکړه چې په نړيوال ډګر کښې دې د ايران په خلاف فضاء جوړونې لپاره له تکراري او ورستو طريقو نه کار اخېستل دې پرېږدي.

 

ټیګونه

کمنټونه