Sep 17, 2020 04:59 Asia/Kabul
  • اسرائيلو سره د تعلقات بحالول به له سپکاوي نه بغېر څه نتيجه ونه لري

د اسلامي بېدارۍ نړيوالې ټولنې د عالي شورا مشاورتي غونډې په يوې بيانيه کښې تاکيد وکړ، له غاصب اسرائيل سرطاني غدې سره د تعلقاتو بحالول به د سيمې د آزادي غوښتونکو او بېدارو ملتونو ترمېنځ د سپکاوي او سرټيټۍ نه بغېر څه نتيجه ونه لري.

د اسلامي بېدارۍ د ټولنې د عالي شورا ديارلسمه غونډه له د اسلامي نړۍ د لسګونو عالمانو، فقيهانو، مفکرانو، سکالرانو او پوهانو په شتون سره پرون د ويډيو کانفرنس له لارې اوشوه.

د دغې ټولنې د عالي شورا د ديارلسمې مشاورتي غونډې په وروستۍ بيانيه کښې راغلي دي: اوږدو خبرو اترو ته به مخه کولو کښې له بدقولۍ، امتياز اخېستې، فرصت ختمونې ، د صهيونېسټ مېشته ښارګيو پراختيا او د قدس له غاصب رژيم څخه د نړيوال استکبار له هر اړخيز ملاتړ نه بغېر هيڅ محسوسېدونکې کاميابي د فلسطين د مظلوم ملت په برخه شوې نه ده.

دغه بيانيه زياتوي، د فلسطين د مظلوم ملت لپاره د ظلم او ستم ، کډوالۍ ،جبري کوچ کولو، د کورونو ورانولو، ويجاړۍ او قتل عام په وړاندې د مقاومت د ترټولو غوره طريقې او يوازېنۍ لارې په توګه له معقولې او منطقي مبارزې نه بغېر څه چاره باقي نه ده پاتې.

په دغه بيانيه کښې له جعلي صهيونېسټ رژيم سره د بحرين او اماراتو عربو مرتجعو حکومتونو شرمناکو تعلقاتو بحالولو ته په  اشارې سره وضاحت اوشو، نړۍ خوړه امريکه د نړيوال صهيونېزم په دباو او غږملتيا او دځيو عربو شېخانو په ملګرتيا سره د پېړۍ معامله نومې له خيانت نه ډکې منصوبې د اجرا په لټه کښې ده.

د اسلامي بېدارۍ نړيوالې ټولنې د عالي شورا ديارلسمې غونډې د پېړۍ معامله نومې منصوبې په غندلو سره له ټولو خلقو، ډلو،ګوندونو، بهيرونو او اسلامي حکومتونو، ازادي غوښتونکو او انصاف لټونکو نه وغوښتل چې له فلسطيني آرمان څخه په هر اړخيزونو ملاتړونو سره دې په غاصب ، ظالم او ماشومان وژونکي صهيونېسټ رژيم باندې تر پوره کاميابۍ پورې د فلسطين د مظلومو خلقو مرستې ته مخه کړي.

 

ټیګونه

کمنټونه