Sep 17, 2020 15:09 Asia/Kabul
  • ایران ترټولو شفاف سوله ایز ایټمي پروګرام لري

کاظم غریب آبادي په دې خبرې په ټينګار سره چې ایران په تیرو وختونو کې او نن سبا وخت په وخت په خپلې خوښې الحاقي پروټوکول اجرا کړی دی ، روښانه کړې ، ارزونکي موضوعګانې ، د لاس رسي غوښتنې ، له الحاقي پروټوکول سره اړونده دي او الحاقي پروټوکول د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په خاطر او د اسلامی ایران له خوا پخپلې خوښې او په موقته توګه اجرا کیږي .

زمونږخبریال  راپور راکړ په ویانا کې دیره په نړیوالو اورګانونوکې  د اسلامی ایران دایمی استازي  او سفیر کاظم غریب آبادي  نن د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس دو اکمنې شورا په فصلې ناستې کې  پخپلې وینا کې د آژانس د عمومی مدیر دسیف ګارډز د راپور په باب د اسلامی ایران د دریځونو په بیانولو سره روښانه کړې ده،ایران پخپلې خوښې د سیف ګارډز په احتمالي موضوعګانو د ارزونې لپاره د آژانسغوښتنه ومنله .

 هغه دې ته په اشارې سره چې د ایران اوآژانس  ترمینځ د ملګرتیا اوسنۍ پراخه سویه  په دومره آسانۍ سره نه ده ترلاسه شوي،اوباید اجازت ورنکړل شي،د په ګوته شمیر لنډفکرو دسیاسی ګټولپاره کمزوري شي،ټينګار کړی،د آژانس د بشپړتیا د ساتنې لپاره ئې باید غړي په آژانس له هر ډول دباؤ اچولو څخه په جدي توګه ډډه  وکړي .

  کاظمغریب آبادي پهدې خبرې په ټينګار سره چېایران په تیرو وختونو کې او نن سبا وخت په وخت په خپلې خوښېالحاقي پروټوکول  اجرا کړی دی ، روښانه کړې،ارزونکي موضوعګانې،د لاس رسي غوښتنې،  له الحاقي پروټوکول سره اړونده دي او الحاقي پروټوکول د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په خاطر او د اسلامی ایران له خوا پخپلې خوښې او په موقته توګه اجرا کیږي .  

 

ټیګونه

کمنټونه