Sep 18, 2020 08:20 Asia/Kabul
  • د اتوار په ورځ به هیڅ ونه شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران خلاف د ملګرو ملتو د ټولو بندیزونو د بیرته ستنولو لپاره د ټرمپ د حکومت مینځ تشو ګواښونو ته په پام سره ولیکل: د ستمبر په شلمه یعنې راتلونکې یکشنبه به هیڅ کومه نوې پیښه رامینځته نه شي.

محمد جواد ظریف بیګا په یو ټویټري پیغام کښې لیکلي دي: د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو بیا هم غلطي کوي. د ستمبر په شلمه هیڅ نوې پیښه نه رامینځته کیږي. دومره بس ده چې ۲۲۳۱ پریکړه لیک ولولې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دوام کښې له ایټمي موافقې د امریکې وتلو او د ماشې د مکانزم یا سنیپ بیک د اعمالولو لپاره یې هلوځلو ته په اشارې سره ولیکل: حتی بولټون، چې ستا مشر یې قانع کړی و چې تاته حکم درکړي چې په ایټمي موافقه کښې د امریکې ګډون ختم کړې، دغه پریکړه لیک یې لوستې و.

امریکا سره له دې چې دوه کاله مخکښې په رسمي ډول او د امنیت شورا ۲۲۳۱ پریکړه لیک ته په بې پامۍ سره په یو غیرقانوني اقدام کښې له ایټمي موافقې ووتله، په یو نوي حقوقي تفسیر کښې مدعي ده چې د دغه پریکړه لیک د مفادو له مخې لاهم د برجام یوه غړې ده او په دې چوکاټ کښې حق لري د ایران خلاف د امنیت شورا د بندیزونو د راستنولو لپاره د ماشې د مکانیزم په شمول په دغې موافقې کښې مطرح شوې لارې چارې وکاروي او دا هغه ادعا ده چې د امنیت شورا د غړو په تیره بیا د روسیې او چین له خوا له سخت غبرګون سره مخامخ شوې ده.

بریطانیې، فرانسې او جرمني هم د امریکې له دغې ادعا او اقدام سره په مخالفت کښې د امنیت شورا مشر ته یو خط ورکړی دی.

 

ټیګونه

کمنټونه