Sep 18, 2020 14:00 Asia/Kabul
  •  قالیباف :د فلسطینی ولس له ګډون پرته به هیڅ حل لاره وجود ونلری

د فلسطین له ایډیالونو سره خیانت کونکی د صیهونیسټانو په ټولو جنایتونو کی شریک دي .

د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف په یوه ټویټ کې له اسراییلو سره د ځینو عربی هیوادونود اړیکو له سره پیلولو ته په اشاری سره ټینګار وکړ د فلسطین له  ایډیالونو سره خیانت کونکی د صیهونیسټانو په ټولو جنایتونو کی شریک دي .

ده جوته کړه خیانت کونکی د ظالم لاس په لیوالتیا سره ښکلوی او د مظلوم په مخ باریژی لګوی .

له اسراییلو سره د اړیکو د عادی کولو لپاره د عربی رژیمونو هلې ځلې په داسې حال کی دي چی صیهونیسټ رژیم کلونه کیږی د فلسطینانو په ځپلو سربیره ډیرې عربی او اسلامی سیمې نیولی دي .

 

ټیګونه

کمنټونه