Sep 18, 2020 15:56 Asia/Kabul
  • د ستمبرشلمه، ایا دامریکالپاره د ماتې بله ورځ ؟

د امریکا د یواړخیز پالنې په وړاندی دریدا د نړیوال امنیت او سولې د ساتلو لپاره د موجودو نړیوالو لارو چارو او میکانیزم تضمینونکی ده او د امریکا د ویجاړونکیو اقداماتوپه وړاندې بی پامۍ او لټۍ ټولو لپاره پایلې لري او یوازې یوه یا څو هیوادونو پورې اړونده ندي .

 د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف وویل. د ستمبر په شلمه هیڅ نوې پیښه نه رامینځته کیږي او د امریکا خارجه وزیر کافی ده چی  د امنیت شورا  ۲۲۳۱ پریکړه لیک ولولې.

محمد جواد ظریف بیګا په یوه ټویټري پیغام کښې  د ایران ضد بایکاټونو د ستنولو لپاره د امریکا د اعلان شوی وخت په درشل کې لیکلي دي د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو بیا هم غلطي کوي ، امریکا نوره د ایټمی موافقې غړی نده او بایکاټونو د ورستنولو د فعالولو بهیر ساده کار ندې بلکې پیچلې او اوږدمهاله پلان شوی دې .

امریکا تیره میاشت د تسلیحاتی بایکاټونو د دوام په هدف تد ایران ضد پریکړه لیک د تصویبولو لپاره په امنیت شوراکې له ماتې وروسته په یو اړخیزه توګه اوپه ګواښ سره هڅه کوی چی ایران پرضد ټول بایکاټونه ټینګ او ایټمی موافقه عملا له مینځه یوسی .

امریکا سره له دې چې دوه کاله مخکې په رسمي ډول او د امنیت شورا ۲۲۳۱ پریکړه لیک ته په بې پامۍ سره په یو غیرقانوني اقدام کښې له ایټمي موافقې ووتله، په یو نوي حقوقي تفسیر کښې مدعي ده چې د دغه پریکړه لیک د مفادو له مخې لاهم د برجام یوه غړې ده او په دې چوکاټ کښې حق لري د ایران خلاف د امنیت شورا د بندیزونو د راستنولو لپاره د ماشې د مکانیزم په شمول په دغې موافقې کښې مطرح شوې لارې چارې وکاروي او دا هغه ادعا ده چې د امنیت شورا د غړو په تیره بیا د روسیې او چین له خوا له سخت غبرګون سره مخامخ شوې ده.

بله خبره دا چی دا پریکړه لیک له ایټمی موافقې جلا ندې او په داسې شرایطو کې په امنیت شورا کې د امریکا درست اقدامات غیر قانونی او زور ویونکی دي .

په ویانا کې په نړیوالو ادارو کې د روسیې استازی  میخاییل اولیانوف  د ایران ضد بایکاټونو د ورستنولو لپاره د امریکا د هڅې په اړه وویل هیڅوک په ایټمی موافقه کې د پخپله د یوه غړی په توګه د ځان د ښودلو لپاره د امریکا مسخره هلې ځلې جدی نه ګڼی .

امریکا په ۲۰۱۸ میلادی کال کې له برجام په وتلو سره نوره د ایټمی موافقې غړی نده تر څو ځان لپاره کوم حق ته قایله شی او ایټمی موافقې دننه  له تعریف شویو لارو چارو او د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک استفاده وکړې شی .

دغه مهم ټکی ته په پام سره د امنیت شورا اکثره غړیو د امریکا له ایرانی ضد پریکړه لیک سره مخالفت وکړ  او په ملګرو ملتو کې د دغه هیواد لپاره تاریخی ماته ثبت شوه .

د امریکا د یواړخیز پالنې په وړاندی دریدا د نړیوال امنیت  او سولې د ساتلو لپاره  د موجودو نړیوالو لارو چارو او میکانیزم تضمینونکی ده  او د امریکا د ویجاړونکیو اقداماتوپه وړاندې بی پامۍ او لټۍ ټولو لپاره پایلې لري او یوازې  یوه یا څو هیوادونو پورې اړونده ندي .

د ایران د خارجه وزیر سیاسی مرستیال سید عباس عراقچی باورې دې ، د امریکا د یو اړخیز پالنې په وړاندې د برجام د ساتلو لپاره د امیت شورا  ټول غړي  هوډمن دي ، اجازه دې ورنکړی چی امریکا خپله اراده وتپی تر څو د امنیت شورا او نړیوالې ټولنې د ملاتړ وړ ایټمی موافقه له مینځه لاړه شی .

هغې ارادې ته په پام سره چی په امنیت شورا کې واکمنه ده او د هغې مشر او غړی د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د امریکا له تفسیر سره مخالف دي ، د ستمبر په شلمه به د امریکا په ګټه کومه نوی پیښه رامینځته نشی مګر دا چی د امریکا ګواښ او دباونه وضعیت بدل کړی  .

په هر حال د امریکا له یو اړخیز پالنې سره مقابله او په ایټمی موافقه کې له خپلو جوتو شویو حقوقو د ایران برخمنتیا د دغې موافقې د پاتې کیدو شرط دې او په امنیت شورا کې له امریکا سره هر ډول ملګرتیا د څو اړخیز پالنې د کمزوری کولو په معنا ده او په دې زمینه کې به  ایران مناسب غبرګون وښی .

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه