Sep 19, 2020 14:13 Asia/Kabul
  • د ایران د وږی د ۳۰ نیټې ځینې مطبوعات

د صدر ډلې مشر مقتداصدر وایی له عراق سره د اړیکو د عادی کولو لپاره هڅه به د نتانیاهو پاې وی .

 

اطلاعات

د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف ویلی دی چی په امنیت شورا کې به ایران پرضد هیڅ نوی پیښه رامینځته نشی .

ورځپاڼه په دې اړه لیکلی دی چی د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف وویل د ستمبر په شلمه هیڅ نوې پیښه نه رامینځته کیږي او د امریکا خارجه وزیر کافی ده چی  د امنیت شورا  ۲۲۳۱ پریکړه لیک ولولې. محمد جواد ظریف په یوه ټویټري پیغام کښې  د ایران ضد بایکاټونو د ستنولو لپاره د امریکا د اعلان شوی وخت په درشل کې لیکلي دي د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو بیا هم غلطي کوي ، امریکا نوره د ایټمی موافقې غړی نده او بایکاټونو د ورستنولو د فعالولو بهیر ساده کار ندې بلکې پیچلې او اوږدمهاله پلان شوی دې .

د ایران د اسلامی شورا مشرښاغلی قالیباف ویلی دی د سیمې خیانت کار واکمنان د صیهونیسټانو د ټولو جنایتونو شریک دي . د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف له اسراییلو سره د ځینو عربی هیوادونود اړیکو له سره پیلولو ته په اشاری سره ټینګار وکړ د فلسطین له  ایډیالونو سره خیانت کونکی د صیهونیسټانو په ټولو جنایتونو کی شریک دي . ده جوته کړه خیانت کونکی د ظالم لاس په لیوالتیا سره ښکلوی او د مظلوم په مخ باریژی لګوی . له اسراییلو سره د اړیکو د عادی کولو لپاره د عربی رژیمونو هلې ځلې په داسې حال کی دي چی صیهونیسټ رژیم کلونه کیږی د فلسطینانو په ځپلو سربیره ډیرې عربی او اسلامی سیمې نیولی دي .

د صدر ډلې مشر مقتداصدر وایی له عراق سره د اړیکو د عادی کولو لپاره هڅه به د نتانیاهو پاې وی .

ویانا کښې دیره په نړیوالو ادارو کښې د ایران دائمي استازي کاظم غریب ابادي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا په غونډې کښې وویل عربستان په اټومي فعالیتونو کښې د اسرائیلو لاره کچ کوي .

د روسیې خارجه وزیر لاروف وایی د امریکا ولسمشر ټرمپ ظالم سړی دی

 کیهان

په امریکا کی د واټونو د تاوتریخوالیو له پراختیا سره په یووخت ایف بی ای (fbi)په هیواد کی د داخلی جنګ په اړه خبردارې ورکړ .

په عراق کې په ۲۴ ساعتونو کې په امریکایی هدفونو پرله پسې پینځه حملې شوی دی .

ایران اوپاکستان د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړتیا لپاره سلاومشورې وکړې . د ایران کونسلر حسن درویش وند له لیاقت شاه وانی سره په کتنه کې د دلچسپۍ وړ موضوګانو ، اقتصادی اړیکو او له کرونا ویروس سره د ګډې مقابلې په اړه د نظر تبادله وکړه

د افغانستان د ۵ ولایتونو په ناارامیو کې ۱۱۲ مړه او ۶۵ ژوبل شول .

د یمن هوایی ځواک د سعودی عربستان د جنایتونو په ځواب کی د ابها په نړیوال هوايي ډګر حمله وکړه .

د پاکستان پیپلز ګوند دتکفیری بهیرد خطر په اړه خبردارې ورکړ .ورځپاڼه په دې هکله لیکی چی د پیپلز پارټۍ سینټرې میرمن شیری رحمان د مشرانو جرګې په څرګنده غونډه کې وویل مذهبی افراط پالنه ډیره حساسه موضوع ده او هیواد لپاره ډیرې خطرناکې پایلې لري . میرمن شیری رحمان د مشرانو له مشر او غړیو وغوښتل چی د شیعیانو دوروستۍ هدفمنې وژلې  په اړه غبرګون وښی . هغې زیاته کړه مونږه نن سبا د شیعیانو پرضد  د یوې پلان شوی دسیسې شاهدان یو چی په دغو وروستیو ورځو کې په شیعیانو سختې ترهه ګرې حملې شوی دي .

هغې همداراز له حکومته وغوښتل  چی له لمسونکیو اقداماتو سره د چلند او د ښاریزو د امنیت د تامینولو لپاره جوت سیاست ولرلې شی .

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه