Sep 19, 2020 14:38 Asia/Kabul
  • امنیت شورا ته د اروپائي ټرائيکا لیک  او د امریکا د ادعا ردول

اروپائي ټریائيکا یعني جرمني ،فرانسې اوا نګلستان چې د ۴+۱ډلې غړي هیوادونه دي،امنیت شورا ته دیوه لیک په استولو سره ئې روښانه کړې ده، د ایران په ضد دنړیوالو بندیزونو ځنډیدا به ،چې په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې پرې جوړجاړی راغلی ، دستمبر له شلمې نیټې وروسته اجرا شي.

د ملګروملتو په امنیت شورا کې د ایران په ضد وسلو د بندیز د تمدیدولو لپاره د امریکا ناکامه هڅه لامل شوي،څو واشنګټن د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په اساسی خلاف ورزۍ د ایران په تورنولو سره،د تهران په ضد د نړیوالو بندیزونو د پخپله بیرته ستنیدا یا د ټریګر میکانزم د کارول کیدا مدعي شي.په عین حال کې د واشنګټن اروپائي شریکانو په ډاګه د ټرمپ د حکومت له دغې غوښتنې سره مخالفت کړی دی .

 اروپائي ټریائيکا یعني جرمني،فرانسې اوانګلستان چې د ۴+۱ډلې غړي هیوادونه دي،امنیت شورا ته دیوه لیک په استولو سره ئې روښانه کړې ده، د ایران په ضد دنړیوالو بندیزونو ځنډیدا به ،چې په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې پرې جوړجاړی راغلی،دستمبر له شلمې نیټې وروسته اجرا شي.ددغو درو هیوادونو په لیک کې وئيل شوی دي،د ایران په ضد د ملګروملتو د بندیزونو دبیرته ستنیدا لپاره هره فیصله یا اقدام ، به  غیر قانوني وي .هغه ابلاغیه چېامریکا ئې ادعا کوي،د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک یولسمه ماده ده او د امنیت شورا په غړو کې ویشل شوي ده،هیڅ قانوني حیثیّت نه لري او په دې اساس،په یولسمې مادې  کې لیکل شوياټکلونه نشي اجرائي کیدلی .ددې نتیجه چې،هر ډول فیصله او اقدام به چې ددغې مادې په اساس یا د دوي د احتمالي پایلو په اساس غوره شوی وي،غیرقانوني وي.اروپائي ټرائيکاد ۲۲۳۱پریکړه لیک اجراته چې په ۲۰۱۵ کال کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په تائيدولو کې صادر شوی،ژمن دي .  

Image Caption

 

د اروپائي ټرائيکا رسمي او جوت دریځ،دخپلې موخې د پرمخ بیولولپاره د ټرمپ د حکومت  پر کړچار ،یعني دایران په ضد دملګروملتو د بندیزونو په   اعادې کیدا،یو بل ګوزار حسابیږي .که له دې مخکې امریکا په روسیې او چین،چې د۴+۱ډلې د ختیځي لوري غړي دي،د امریکا د سیاست د اصلي مخالفانو په توګه،یعني د  زیاتره دباؤ د لارې چارې په چوکاټ کې  د ایران په  ضد ددباؤ زیاتیدا حسابیږي،اوس واشنګټن  حتی پخپلو اروپائي  متحدانو کې هم یوازې پاتې ده او حتی دوي هم د ایران په ضد دټرمپ د حکومت له غیرقانوني غوښتنې سره ملګرتیاته حاضرنه دي .اروپایان د ټرمپ د  حکومت په  اپوټه چې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د دړې وړې کیدا لپاره خپلې زیاتره هڅې ترسره کوي،د دغې نړیوالې ایټمي موافقې دساتلو غوښتنه کوي.  که څه هم اروپایان  دخپلو ګټو  لپاره  ،یعني د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  د دوام له لارې د سیمه ایز اونړیوال امنیت ساتل او هم دا چاره چې جامعه  نړیواله ایټمی موافقه  د اروپائي ډيپلوماسۍنتیجه ګڼي،ددغې نړیوالې ایټمي موافقې دحیات پر دوام ټينګار کوي،خو باید هیره نه کړو چې اروپائي ټرائيکا اصولا  د ایران په ضد له امریکا سره د ملګرتیالپاره هیڅ پلمه نه لري. که څه هم ایران د اینسټکس په نامه له ایران سره د مالی او تجارتي ځانګړي لارې چارې د اجرا په زمینې کې د اروپایانو  دژمنتیاؤ  د نه اجرا کیدا په غبرګون کې په پنځو مرحلو کې  په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې خپلې ژمنتیاوې  کمې کړې،خو د تهران چارواکو وئيلي دي چې هرکله اروپائي ټرائيکا او اروپائي اتحادئې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په چوکاټ کې  خپلې ژمنتیاوې اجرا کړې ، ایران به هم ورته اقدام وکړي . ددې په ترڅ کې چې  د ایران په ضد دملګروملتو دبندیزونو په اټومیټک توګه په اجرائي کیدا کې د واشنګټن  دحق په باب د ټرمپ د حکومت  عجیبه استدلال  ،چې په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې د ګډون کونکي غړي په توګه  په ۲۲۳۱پریکړه لیک کې د امریکا د نامې د ذکر کیدا په استناد سره په دغې نړیوالې ایټمي موافقې کې  دامریکاد غړیتوب د دوام په ادعا مشتمل  دی ،  داسې بې اساسه او بې منطقه  دی چې حتی د واشنګټن اورپائي شریکان هم  ورځيني ددفاع جوګه نه دي .د امنیت شورا دغړو غوڅ اکثریّت ، یعني   په پنځلسو کې دیارلسو غړو  روښانه کړې ده چې ا مریکا  د ۲۰۱۸کال په مئ کې  په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې خپل مشارکت پاي ته رسولی دی  او په دې اساس د ۲۲۳۱پریکړه لیک د تائيدولو لپاره  دصادر شوي پریکړه لیک  په متن او موافقې کې  روښانه شوو حقوقو څخه د استفادې ادعا نشي کولی .

په دې توګه  که څه هم امریکاد ۲۲۳۱پریکړه لیک  دمادو پخپل تفسیر سره  او د اګست په شلمه نیټه  امنیت شورا ته دیوې ابلاغیې په وړاندې کولو سره ئې د ستمبر له شلمې نیټې څخه  د ایران په ضد دنړیوالو بندیزونو پخپله د بیرته ستنیدا مدعی شوي ،خو د ۴+۱دلې  یوه غړی   چې د امنیت شورا دایمي اوغیر دایمي غړي  دي ،او هم ددغې شورا  له ډومینیکن جمهوریت پرته   نورو غیر دایمي غړو هم د واشنګټن  ادعا نه ده منلې  او دغه هیواد یو ځل بیا سپيره ماته خوړلې او بیا به هم د امنیت شورا دغړو هیوادونو له دغه شان دریځ سره مخامخ شي .  

Image Caption
Image Caption

 

Image Caption

 

ټیګونه

کمنټونه