Sep 19, 2020 15:11 Asia/Kabul
  • د پکتیا ولایت د سوداګرۍ کوټې او د اصفهان د بنیان دانش شرکتونو ترمینځه د همکارۍ هوکړه لیک

د ایران د څیړني او علمي ښار د اصفهان ولایت  او د پکتیا ولایت د سوداګرۍ کوټې ترمینځه د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د اصفهان د څیړني او علمي ښار مشر جعفر قیصري د افغانستان د پکتیا ولایت د سوداګرۍ د کوټې او د دغه ښار ترمینځه د همکارۍ د هوکړې لیک ته په اشارې سره وویل: د ایران د اصفهان ولایت بنیان دانش شرکتونه، په افغانستان کې د خپلو محصولاتو د پلور لپاره مناسب ظرفیتونه لري.
قیصري په دې بیان سره چې د پکتیا ولایت اقتصادي فعالانو او پانګوالو یوې ډلې د اصفهان د څیړني او علمي ښار او د بنیان دانش شرکتونو له محصولاتو کتنه وکړه، زیاته کړه: د دې کتنې وروستو،د همکاریو هوکړه لیک د ایران او افغانستان د سوداګرو او اقتصادي فعالانو د ملاتړ او د سوداګرۍ د  اړیکو د پراخولو په هدف لاسلیک شو.

ټیګونه

کمنټونه