Sep 22, 2020 10:54 Asia/Kabul
  • په نړۍ کښې ناامني د امريکې د يو اړخيز  او غېرقانوني اقداماتو په وجه ده

په نړيوالو چارو کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مشر خاص مرستيال د امريکې يواړخيز او غېرقانوني اقدامات د نړۍ د لا ناامنه کېدو سبب وبلل.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې حسين اميرعبداللهيان نن په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل: امريکې د ايران له اسلامي جمهوريت سره په خپله څلوېښت کلنۍ زورآزمائۍ کښې نه يوازې خپل فوځي هېبت بلکه سياسي حېثيت يې هم له لاسه ورکړ.

هغه زياته کړه، د ملګرو ملتو د مرکزي دفتر هېواد نن د نړيوالو له نظره يو بدمعاش، بې اخلاق، قانون ماتونکے او دروغجن رژيم دے.

امير عبداللهيان تاکيد وکړ، نړۍ د امريکې په يو اړخيزو او غېرقانوني اقداماتو سره لا ناامنيږي.

 

ټیګونه

کمنټونه