Sep 22, 2020 12:28 Asia/Kabul
  •  د څلوېښت کلن مقاومت نتيجه د دښمنانو په وړاندې د ايران د ملت بصيرت دے

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د څلوېښت کلن مقاومت نتيجه د دښمنانو په وړاندې د ايران د ملت ټينګ اودرېدنه او بصيرت وبلۀ.

ډاکټر حسن روحاني نن د سپېځلې دفاع د هفتې په مناسبت په يو پېغام کښې وويل: سپېځلې دفاع د يو داسې ملت د ټينګ اودرېدنې، پتيالۍ او سرښيندنې يادونه کوي چې وکړې شول خپله شانداره کاميابي د تاريخ په صفحه کښې تل پاتې کړي او نتيجه يې د دښمنانو د يرغل په وړاندې مخ په زياتېدو بصيرت دے.

روحاني د دې په بيانولو سره چې د جهاد او مقاومت په محاذونو کښې شهيدانو  او سرښيندونکو د حق طلبۍ، عدالت غوښتنې او آزادۍ لار وښوده او په خپل شهادت او قربانۍ سره يې لوړ اسلامي مفاهيم او ارزښتونه ژور او ترويج کړل زياته کړه، شهيدان او سرښيندونکي د خپلې ټولنې، ټولو اسلامي ټولنو او د نړۍ آزادي غوښتونکو انسانانو لپاره همېشنۍ بېلګې دي.

ولسمشر همدارنګ دې ته په اشارې سره چې جنرل شهيد قاسم سلېماني د هغو زړۀ ورو او مېړنو څخه ؤ چې مېړانې او قربانۍ يې د باطل په خلاف د حق او له تکفيريانو  او ترهه ګرو سره د جنګ په جبهو کښې يې مېړانې او قربانۍ ځلانده کاميابۍ وپنځولې واضحه کړه، د حرم د مدافعينو له مېړانو او سرښيندونو څخه چې د وينې تر آخري څاڅکي پورې يې د اهلبيتو عليهم السلام له حريم څخه دفاع او ټينګ اودرېدنه وکړه د ايران د ولس ملاتړ او قدرپېژندنه په ټولو ډګرونو کښې د خلقو آګاهانه او حماسي شتون هغه شاندارې جلوې دي چې تل يې د شهيدانو روښانه مشالونه بل ساتلي دي.

 

ټیګونه

کمنټونه