Sep 23, 2020 13:40 Asia/Kabul
  • د ایران سمندري ځواک د سمندري فضا یوقدرت جوړشوی

په بندرعباس کې په دغو دستورو کې نن د سپاه پاسدارانو سمندري ځواک ته د ۱۸۸بې پیلوټه الوتکو او چورلکو دسپارلو اهتمام وشو چې په هغو کې شهاب ۲ډوله عمودي الوت کونکی ډرونز ، سپهر ډرونز او هدهد ۴ډوله عمودي الوت کونکي بې پيلوټه الوتکې او همداراز د مهاجر ۶ نومې ډرونز چې په ډير دقت او سره په سمندر او سواحلو کې عملیات کوي ،د څه دپاسه دوه سوه کلومیټر الوت،د څلورو توغندیو دوړلو په توانمنیو او د آب و هوا په هرډول شرائطو کې د فعالیتونو توان لري ، نن دسپاه سمندري ځواک ته وسپارل شول .

 زمونږخبریال راپور راکړ د  ایران دسپاه پاسداران عمومی قوماندان سردار حسین سلامي  نن سهار  په بندرعباس کې د سپاه پاسدارانو سمندري ځواک  ته د چورلکو او بې پيلوټه الوتکو د سپارلو په دستورو کې  یادونه کړې ، امریکا  له پراختیا غواړي سټراټژۍ  لاس نه دی اخستی او  پر نورو هیوادونو د  خپلې ارادې په تپلو پسې ده چې  دا چاره  ښئ ، ددغه هیواد مشران  سیاسی شعور نه لري او بې تدبیرۍ  او سربدالۍ سره لاس اوګریوان شوي دي .

 سردار سلامي   د سورئې د  ولسمشر  دترور په باب  دامریکا د ولسمشر  اعتراف ته په اشارې سره  وئيلي دي ،  دغه اعتراف  ،یعني  دیوه  هغه قدرت د سیاسی سپرکي پاي  چې  وغواړي ، په ښکاره ، دیوه هیواد قانوني ولسمشر ترور کړي . 

 داسلامی ایران دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان  په دوام کې ددې پوښتنې په مطرح کولو سره چې  آیا امریکائي چارواکي نن سبا  داسلامی هیوادونو په یوه واټ کې یوازې تګ راتګ کولی شي  ؟ روښانه کړې ده؛ امریکا نن سبا د نړۍ د خلکو دکرکې اونفرت ټکی شوی  او حتی امریکائی ښاریز  هم نن سبا  مړه دې  وي امریکا شعارونه پورته کوي.

یاده دې وي چې په بندرعباس کې په دغو دستورو کې نن د سپاه پاسدارانو سمندري ځواک ته د ۱۸۸بې پیلوټه الوتکو او چورلکو د سپارلو اهتمام وشو چې  په  هغو کې شهاب ۲ډوله  عمودي الوت کونکی ډرونز ، سپهر ډرونز  او هدهد ۴ډوله  عمودي الوت کونکي  بې پيلوټه  الوتکې او همداراز د مهاجر۶ نومې ډرونز چې په ډير دقت او سره په سمندر او سواحلو کې عملیات کوي ،د څه دپاسه دوه سوه کلومیټر الوت،د څلورو توغندیو دوړلو په توانمنیو  او   د آب و هوا په هرډول شرائطو کې د فعالیتونو  توان لري ،  نن دسپاه سمندري ځواک ته  وسپارل شول .

Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

 

ټیګونه

کمنټونه