Sep 24, 2020 11:33 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان د تکفیري ترهګرو ډلو زیږنځای دی

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل سعودي عربستان د تکفیري ترهګرو ډلو د تفکراتو زیږنځای او مرکز او په سیمه کښې د ترهګرۍ اصلي مالي او لاجیسټیکي ملاتړی دی .

هغه نن د ایران په هکله د سعودي عربستان د باچا  سلمان بن عبدالعزیز د ورستیو چټي څرګندونو په مردود بللو سره  وویل  سعودي عربستان کلونه کلونه کیږي له واقعیتونو څخه د تښتیدا او خپلو جنایتونو ته د ځواب د  نه ورکولو لپاره په نورو هیوادونو باندې د  خپلې ګرمې د اچولو او د حقایقو د ګډوډ ښودلو سیاست په خپلې اجنډا کښې وروستلی دی چې وخت تیر کړي .

خطیب زاده ډاګینه کړه د ایران پرضد د زیات دباو د ماتي خوړلي سیاست په دوام کښې له امریکا سره د سعودي عربستان د رژیم ملاتړ او غږملتیا ، له غاصب صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د پراخولو لپاره هڅه او د عربستان د خلکو له جیبونو څخه نورو هیوادونو ته د میلیارډونو ډالرو کلنګ ورکولو نه یوازې د دوې لپاره کومه نتیجه نه ده لرلي  بلکې سعودي عربستان یې په عربو هیوادونو کښې په یوه(۱)   حقیر  او سپک موجود بدل کړی دی .

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده ټینګار وکړ په یمن کښې پرله پسې سیاسي او جنګي ماتیو سعودي عربستان چټي خبرو ته مجبوره کړی دی او د ال سعود رژیم مشران غواړی په نورو هیوادونو باندې د تور په لګولو سره د یمن د ماشومانو او میرمنو پرضد د خپلو جنګي جنایتونو له مسولیت څخه وتښتي .

هغه وویل د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې د خپل مسولانه کړچار په لړ کښې په ځلونو د سعودي عربستان محاسباتي غلطیانې چې په سیمې یې ‌ډیر لګښتونه ورتپلي دي د نړۍ د خلکو غوږونو ته رسولي دي او تهران  له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا او په سیمه کښې د خبرواترو او د ډیپلوماټیکو بهیرونو په پیاوړتیا ټینګار لري .

د سعودي عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په پینځه اویایمه (۷۵) غونډې کښې ایران د عربو هیوادونو په کورنیو چارو  کښې په لاسوهنې او په لویدیځې اسیا سیمې کښې د ورانونکو او د  تاوتریخوالي د رامینځته کونکو سیاستونو په غوره کولو تورن کړی .

 

ټیګونه

کمنټونه