Sep 24, 2020 11:59 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان په سیمه کښې د بې ثباتۍ سرچینه ده

زمونږ خبریال وايي په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي سعودي عربستان په سیمه کښې د بې ثباتۍ سرچینه وبلله او ویې ویل د عربستان وهابي ایډیالوژۍ د القاعده او د داعش ډلو اصلي الهام بښونکي ده او ریاض د پیټرولو په ډالرو سره د ترهګرو ډلو ترټولو اصلي ملاتړی دی .

هغه نن د سعودي عربستان د باچا سلمان بن عبدالعزیز  تورونه بې اساسه او بې بنسټه وبلل او هغه یې رد کړل او زیاته یې کړه عربستان په ټولې لالهاندې سره هڅه کوي په نورو باندې د تورونو په لګولو سره عمومي افکار له ترهګرۍ څخه په پراخ ملاتړ کښې له خپلې تیارې او اوږدې مخینې ، د سرزورو اعتقاداتو له خپرولو ، د نفاق او د کینې د تخم له شیندلو ، په سیمه کښې د بې ثباتۍ له  رامیځته کونکو  اقداماتو او په یمن باندې په خپل شپږ(۶) کلن تیري کښې له خپلو جنایتونو بلې خوا ته منحرف کړي .

په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي زیاته کړه سعودي عربستان په سیمه کښې د بې ثباتۍ د سرچینې په توګه په ایران باندې په اته (۸) کلن تیري کښې د عراق د شړل شوي دیکتاتور صدام  ترټولو  اصلي مالي ملاتړی و .

هغه وویل سوله او امنیت په خارجي ځواکونو باندې په تکیې کولو سره لاس ته نه راځي کوم چې یوازې په خپلو ګټو او د وسلو په خرڅولو پسې دي بلکې نړیوالو حقوقو بنیادي اصولو ته د پاې بندۍ او د متقابل احترام پراساس د سیمې د ټولو هیوادونو په ګډون سره د صادقانه خبرو اترو له لارې سوله  د تحقق وړ ده .

 

ټیګونه

کمنټونه