Sep 25, 2020 06:48 Asia/Kabul
  • شهید سردار سلیماني له ترهګرۍ سره  مبارزې اتل و

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د قضايي قوې مشر سید ابراهیم رئیسي پرون د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال شهید حاج قاسم سلیماني پرضد د امریکا د ولسمشر ټرمپ د چټي خبرو په وړاندې د ملګروملتونو موسسې د مشر انټونیو ګوټریش په چپتیا نیوکه وکړه .

هغه د ایران په اردبیل ولایت کښې د اداري شورا په غونډې کښې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډې کښې د ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني پرضد د امریکا د ولسمشر ټرمپ وروستیو چټي څرګندونو ته په اشارې سره وویل له انټونیو ګوټریش مو هیله درلودله چې اجازه ورنکړي د امریکا ټروریسټ  ولسمشر ټرمپ له ترهګرۍ سره د مبارزې د اتل حاج قاسم سلیماني پرضد چټي خبرې وکړي .

د امریکا ولسمشر ټرمپ په تیرې سه شنبې ورځ د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د مشرانو په پینځه اویایمې (۷۵) غونډې کښې دوباره د شهید حاج قاسم سلیماني پرضد د بې اساسه ادعاګانو په تکرارولو سره د اسلام د دغه سرلوړي قومندان د ټرور کولو لپاره د خپلې فیصلې دفاع وکړه .

 

ټیګونه

کمنټونه