Sep 25, 2020 14:44 Asia/Kabul
  • ایران ته په سمندر کښې هیڅ جدي ګواښ نشته

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قومندان په دې خبرې سره چې ټور سمندري حدود د ایران د وسله والو ځواکونو په کنټرول کښې دي، ټینګار وکړ: په سمندر کښې ایران ته هیڅ ډول جدي ګواښ نه دی پیښ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قومندان په دې خبرې سره چې ټور سمندري حدود د ایران د وسله والو ځواکونو په کنټرول کښې دي، ټینګار وکړ: په سمندر کښې ایران ته هیڅ ډول جدي ګواښ نه دی پیښ.

امیرالبحر حسین خانزادي بیګا د ایران د ټیلیویژن د دویم چینل په پروګرام کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د امریکې د ترهګر رژیم سمندري بیړۍ د هغې له روانیدو څخه څارو، زیاته کړه: دغه بیړۍ ټکي په ټکي ګورو او په هر بندر کښې چې دریږي یا له هرې اوبلارې چې تیریږي، زمونږ تر نظر لاندې وي.

ایډمرل خانزادي د فارس خلیج سیمې ته د امریکايي ترهګرو د یوې نوې بیړۍ راتلو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د هغوي دا حرکت سیاست سټراټیجي لري او د سیمې په امنیت باندې هیڅ اغیزه نه پرې باسي ځکه چې د ایران تر واکمنۍ لاندې اوبه ډیر لوړ امنیت لري.

د ایران د پوځ د سمندري ځواک قومندان ټینګار وکړ: که هره شیبه له امریکایانو یوه وړه تیروتنه هم وشي نو ډیر کلک او سخت ځواب به ترلاسه کړي.

په هم دې لړ کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان علیرضا تنګسیري په دې خبرې سره چې امریکايي ترهګر په فارس خلیج سیمه کښې زمونږ په لاسرسۍ کښې دي او په بشپړه توګه پرې مسلط یو، څرګنده کړه: د سپاه سمندري ځواک د ایران له سمندري پوځ سره جدي ملګرتیا او یوزړه توب لري او د دې دواړو ځواکونو ترمینځ ښه وحدت شته دی.

 

ټیګونه

کمنټونه