Sep 26, 2020 17:31 Asia/Kabul
  • سپینه ماڼۍ د ایران د ولس پر وړاندې د ټولو جنایاتو لامل ده

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایران د ولس پر وړاندې د امریکا غلیمانه اقداماتو ته په اشارې سره وویل: زموږ د ولس پر وړاندې د ټولو جنایاتونو اصلي اېډرس امریکا ده.

د کرونا سره د مبارزې د ملي کمیټې په ناسته کې ولسمشر حسن روحاني دې ته په اشارې سره چي امریکا په تېرو دوو کلونو کې د غیرقانوني او غیر انساني بندیزونو په لګولو او ټروریستي اقداماتو سره ۱۵۰ میلیارد ډالر ایران ته تاوان رسولی دی زیاته کړه چي امریکا حتی ایران د درملو د راتلو مخه ډب کړې او په دې سره د تاریخ تر ټولو ستر توحش یې تر سره کړې دی.

روحاني د پیسو د نړیوال صندوق څخه د ایران د ۵ میلیاردیز وام غوښتنې ته په اشارې سره چي د روغتیایي خدماتو او درملو د رانیولو لپاره په نظر کې نیول شوی و وویل: امریکا له دې سره مخالفت کړی او د امریکا خارجه وزیر د جنایاتو وزیر دی او د ایران د ولس سره په دښمنۍ باندې فخر کوي.

هغه زیاته کړه چي د ایران ټولي ستونزي د امریکا او د صهیونیستیانو د دښمنۍ او افراطي اقداماتو له امله دي.

ولسمشر وویل چي د ایران ولس به مقاومت دوام وکړي او لکه څرنګه چي ۴۰ کاله مخکي د  صدام له خوا د ابادان محاصره ماته کړه د ترامپ محاصره به هم له ماتي سره مخ کړي.

 

 

ټیګونه

کمنټونه