Sep 26, 2020 17:50 Asia/Kabul
  • اسرائیل د لسګونو ایټمي خولیو په درلودلو سره نړیوال امنیت ګواښی

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزارت ټینګار وکړ چي صهیونیستي رژیم د لسګونو ایټمي خولیو په درلودلو سره د لوېدیځي اسیا د سیمي لپاره تر ټول ستر امنیتي ګواښ بلل کیږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزارت د ایټمي وسلو د له مینځه وړلو د نړیواله ورځ په مناسبت په خپل توییټر کې اعلان وکړ چي دغه نړیواله ورځ د نړیوالي ټولني لپاره یو لوی فرصت دی چي ایټمي وسلو د له مینځه وړلو لپاره یو ځل بیا خپلو ژمنو ته لومړیتوب ورکړي.

د مطلب په دوام کې راغلظ چي ایران په داسي یو سوله ایزي نړۍ باندې باور لري چي په هغه کې هیڅ یو هیواد ډل وژونکي وسلې و نه لري خو له بده مرغه په نړیوالو معاهدو باندې د امریکایې رژیم بې پامي د ایټمي وسلو د جوړولو د سیالی را پیلېدو سبب ګرځي.

د ایران خارجه وزارت زیاته کړه چي اسرائیل د لسګونو ایټمي وسلو په درلودلو او د امریکا په ملاتړ سره په لوېدیځه اسیا کې د ایټمي وسلو د له مینځه وړلو څخه مخنیوی کوي.

 

ټیګونه

کمنټونه