Sep 27, 2020 06:00 Asia/Kabul
  • د امریکايي پوځیانو شتون د سیمې د امنیت او ثبات په تاوان دی

د اسلامي ایران ولسمشر په عراق، افغانستان او د فارس خلیج د جنوبي څنډې په هیوادونو کښې د امریکايي پوځیانو شتون د سیمې د امنیت او ثبات په تاوان وباله.

حسن روحاني پرون په تهران کښې د عراق د بهرنیو چارو د وزیر فواد حسین په کتنه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې له سیمې د امریکې د ایستلو کوشش د هر هغه هیواد دنده ده چې امریکايان په کښې شتون لري، څرګنده کړه: ایران په دې لړ کښې د عراق د پارلیمان مصوبه یو مثبت ګام ګڼي.

هغه وویل چې ایران په مختلفو پړاؤنو کښې تل د عراق د خلکو او قانوني حکومت ملاتړې پاتې شوی او د عراق له حکومت او ولس سره د مرستې ترټولو غوره بیلګه په دغه هیواد کښې د داعش د ترهګرو بریدونو په دوران کښې وه.

ولسمشر روحاني د تهران او بغداد ترمینځ د اړیکو د لاژورتیا او پراختیا په ضرورت باندې په ټینګار سره، د دواړو هیوادونو ترمینځ د تیرو موافقو په عملیاتي کیدو کښې د چټکتیا په ضرورت ټینګار وکړ.

په دغه کتنه کښې د عراق د بهرنیو چارو وزیر هم په مختلفو پړاؤنو کښې د عراق له حکومت او ولس سره د ایران د مرستو د قدرونې په ترڅ کښې، د سرحدي ملګرتیاؤ، ټرانسپورټ او هم داشان د عراق او ایران ترمینځ د راکړې ورکړې او تجاري ملګرتیا د پراختیا لپاره د اروند رود د تیارولو په شمول د دواړو هیوادونو ترمینځ د موجودو موافقو د عملیاتي کیدو د زمینې برابرول، تهران ته د خپل سفر له اهدافو وبلل.

 

ټیګونه

کمنټونه