Sep 27, 2020 12:28 Asia/Kabul
  • له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په اتلانو دامریکا حمله دعراق سپکاوې وو

قالیباف همداراز له صیهونیسټ رژیم سره د اماراتو او بحرین د اړیکو عادی کولو ته په اشارې سره وویل اسلامی نړۍ باید د دغې موضوع په وړاندې چوپتیا غوره نکړی ځکه چی د فلسطین موضوع د اسلامی امت لومړنۍ مسله ده

د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف  په سردار سلیمانی او ابومهدی المهندس د امریکا حمله د عراق د حاکمیت او خپلواکۍ خلاف ورزۍ وبلله .

ښاغلی قالیباف په تهران کې د عراق له خارجه وزیر فواد حسین سره په کتنه کې  د دې خبرې په کولو سره چی د عراق حاکمیت ، امنیت ، خپلواکۍ او یوموټی والې تل د ایران د ټینګار وړ دې ، زیاته کړه  ایران  له عراقه د مهم اسلامی او ګاونډی هیواد په توګه ملاتړ کوی .

قالیباف همداراز له صیهونیسټ رژیم سره د اماراتو او بحرین د اړیکو عادی کولو ته په اشارې سره وویل اسلامی نړۍ باید د دغې موضوع په وړاندې چوپتیا غوره نکړی ځکه چی د فلسطین موضوع د اسلامی امت لومړنۍ مسله ده .

د عراق لومړی وزیر هم د ایران او عراق ګډو اقتصادی او سیاسی ګټو ته اشاره وکړه او ویې ویل د دوه اړخیزه اړیکو نوره پیاوړتیا هم ضروری ده .

 

 

ټیګونه

کمنټونه