Sep 27, 2020 14:09 Asia/Kabul
  • په تهران کې دعراق د خارجه وزیر خبرې اترې د تهران او بغداد دموافقو تعقیبول

دوهم د سیمې خاص شرایط او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او امنیت په زمینه کی د ملګرتیا ضرورت دې .

د ایران او عراق اړیکی د امریکا له لاسوهنو او دباونو سره سره په سټراټیجیکه لاره کې راغلی دي .

دغه اړیکی تهران ته د عراق د لومړی وزیر الکاظمی د تیر جولایی میاشتې په سفر کې  په نویو موافقو سره نوی پړاو ته ورداخلې شوې . په همدی لړ کې او د دغو موافقو د تعقیبولولپاره  د عراق لومړی وزیر فواد حسین پرون سهار تهران ته راغې او د خپل دوه ورځنی سفر په لومړی پړاو کې یې  له خپل ایرانی همڅنګ محمد جواد ظریف او همداراز د اسلامی ایران له ولسمشر حسن روحانی سره کتنه او خبرې اترې وکړې .

د ایران او عراق په اړیکو کی ګډې ګټې او هدفونه موجود دي چی په دریو دلیلونو یې تعقیبول د اړیکو په پیاوړتیا او پراختیا کې مهم رول لری .

لومړی په تجارتی او اقتصادی حوزو کې د دواړو هیوادونو ګډ ظرفیتونه او سټراټیجیکې ګټې دی چی د دواړو هیوادونو ترمینځ په اړیکو کی زیاته ونډه لری .

دوهم د سیمې خاص شرایط او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او امنیت په زمینه کی د ملګرتیا ضرورت دې .

او دریم دلیل د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ  ژورې کلتوری او دینی اړیکی دي چی د ملګرتیاو په پیاوړتیا او پراختیا کې  مهم رول لری .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د ۲۰۲۰ میلادی د جولایی په ۲۱ په تهران کی د عراق له لومړی وزیر سره په کتنه کې د خپلو ویناو په یوه برخه کې جوته کړه  هغه څه چی په دوه اړخیزه اړیکو کی د اسلامی ایران لپاره  اهمیت لری ، په عراق کی د شرایطو ښه کیدا ، سیمه ایز اقتدار ، عزت ، امنیت او ګټې دي . دوی همداراز زیاته کړه امریکا په حقیقی توګه دښمنه ده اوله خپلواکه ، پیاوړی  اوپه اکثریتی رایو سره د حکومت غوښتونکی نده .

په تهران کی د عراق د خارجه وزیر د خبرو اترو اهمیت هم باید د همدغو مولفو په چوکاټ کې تحلیل او وجاجول شي .

لکه څرنګه چی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني په تهران کښې د عراق د بهرنیو چارو له  وزیر فواد حسین په کتنه کښې په دې ټکي په ټینګار سره چې له سیمې د امریکا د ویستلو کوشش د هر هغه هیواد دنده ده چې امریکايان په کښې شتون لري، څرګنده کړه: ایران په دې لړ کښې د عراق د پارلیمان مصوبه یو مثبت ګام ګڼي.

هغه وویل چې ایران په مختلفو پړاؤنو کښې تل د عراق د خلکو او قانوني حکومت ملاتړې پاتې شوی او د عراق له حکومت او ولس سره د مرستې ترټولو غوره بیلګه په دغه هیواد کښې د داعش د ترهګرو بریدونو په دوران کښې وه.

دیاران خارجه وزیر محمد جواد ظریف  هم له  خپل عراقي همرتبه فواد حسین په کتنه کښې د عراق له سیاسي بهیر او حاکمیت د اسلامي ایران د ملاتړ په اعلانولو سره د دغه هیواد امنیت د تهران لپاره بااهمیته وباله.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان د عراق په خاوره کښې د سردار قاسم سلیماني په وژلو کښې د امریکا د رژیم ترهګر اقدام ته په اشارې سره په دې لړ کښې د بغداد د مسئولیت غوښتنه وکړه.

دغه مولفې ښی چی ایران او عراق اړیکی په سیمه کی د ثبات او د دواړو ملتونو د ګټو په لړ کی څو اړخیزه اهمیت لری .

اوس هم  په تهران کی د عراق د لومړی وزیر په خبرو اترو کی مهمې مسلې شاملې دي  چی د عراق او سیمې د بدلونونو په اړه  پر سلاومشورو سربیره د هغو موافقو اجرایی کیدا ته په چټکتیا وربخښلو کې چی تهران ته د عراق د لومړی وزیر په سفرکې ترلاسه شوی وې ، اهمیت لری .

 

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه