Sep 28, 2020 06:08 Asia/Kabul
  • ارمينيائي او آذري همسنګو سره د ظريف ټيلفوني خبرې او فوري ډزبندۍ ته بلنه

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير له خپلو آرمينيائي او آذري همسنګو سره په بيله بيلو ټيلفوني خبرو اترو کښې دواړه خواوې زغم، فوري ډزبندۍ، دښمني ختمولو او د نړيوالو قوانينو او حقوقو په چوکاټ کښې خبرو اترو شروع کولو ته دعوت کړل.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخېد آذربائيجان جمهوريت او آرمينيا ترمېنځ له فوځي نښتې وروسته محمد جواد ظريف بېګا د  آذربائيجان جمهوريت له خارجه وزير جيحون بايراموف او د آرمينيا خارجه وزير زهراب مناټسکانيان سره په بيلا بيله توګه ټيلفوني خبرې اترې وکړې.

د ډزبندۍ ټينګولو، دخبرو اترو د شروع کولو او صلحې او آرامښت ته د دواړو خواو رابللو لپاره يې له خپلو ټولو ظرفيتونو څخه د استفادې لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت چمتووالے اعلان کړ.

په قره باغ سيمه کښې د آرمينيا او آذربائيجان جمهوريت د ځواکونو ترمېنځ فوځي نښتې پرون سحر په داسې حال کښې شروع شوې چې نړيوالو مېنځګړيو په تېرو مياشتو کښې د دغو نښتو د مخنيوي لپاره هيڅه کوشش نه دے کړے.

په تېره جولائي مياشت کښې هم په نښتو کښې دواړو خواو ته مرګ ژوبلې رسېدلې وې او دواړو يو بل د جنګ په شروع کولو تورن کړل.

 

ټیګونه

کمنټونه