Sep 28, 2020 14:39 Asia/Kabul
  • د ایران او امریکې ترمینځ هیڅ مذاکره نه ده شوې

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند په عُمان کښې د ایران او امریکې ترمینځ د خبرواترو په هکله مطرح شوي خبرونه دروغ وبلل.

سعید خطیب زاده نن په یوه خبري غونډه کښې په عمان کښې د ایران او امریکې د مذاکرې په هکله د مطرح شویو خبرونو په غبرګون کښې وویل: د ایران او امریکې ترمینځ هیڅ مذاکره نه ده شوې او دا یوازې داخلي جمع خرچ لري او شاید د ډونلډ ټرمپ په کار راشي.

خطیب زاده په دې خبرې سره چې ټرمپ د نړیوالو اړیکو په ماهیت او د امریکې او ایران په اړیکو باندې هیڅ نه پوهیږي، زیاته کړه: ټرمپ باید خپله تیروتنه ومني او دا غیربشري او هراړخیز جنګ او د ایران خلاف ظالمانه بندیزونه بند کړي او هغه ټول تاوانونه چې د دې جنګ له لارې د ایران ولس ته رسیدلې دي، جبیره کړي، شاید کله یې چې دا کار وکړ نو د ایټمي موافقې په یو ګوټ کښې ځانته یو ځاې پیدا کړي.

د ایران د ډیپلماسۍ ادارې ویاند د ارمنستان او آذربایجان جمهوریت ترمینځ د رامینځته شویو نښتو په هکله هم څرګنده کړه: فوري اوربند، د دښمنیو پریښودل او د دوه اړخیزو خبرواترو پیلول د آذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمینځ د کړکیچ یوازنۍ حل لاره ده.

خطیب زاده د افغانستان د صلحې د بهیر او بین الافغاني خبرواترو په هکله هم وویل: د هغو هیوادونو په اپوټه چې بیګناه خلک بمباري کوي او په چټي پلمو یې افغانستان له کلونو راهیسې تر پوځي نیواک لاندې راوستې دی، ایران د بین الافغاني خبرواترو ملاتړ کوي.

 

ټیګونه

کمنټونه