Sep 28, 2020 16:45 Asia/Kabul
  • عرب تالي څټو له صهیونیسټانو سره خپله پیئلتیا ثابته کړه

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویاند له صهیونیسټي رژيم سره د اماراتو او بحرین د اړیکو عادي کولو ته په اشارې سره وویل: عرب لاس پوڅو په صهیونیسټانو پورې خپله پیئلتیا ثابته کړې ده.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویاند له صهیونیسټي رژيم سره د اماراتو او بحرین د اړیکو عادي کولو ته په اشارې سره وویل: عرب لاس پوڅو په صهیونیسټانو پورې خپله پیئلتیا ثابته کړې ده.

سردار جنرال رمضان شریف بیګا هم داشان زیاته کړه: د سیمې د عرب هیوادونو لاس پوڅي واکمنان فکر کوي چې که د صهیونیسټي رژیم په وروستۍ ستنې ډډه ووهي او تکیه پرې وکړي نو خپل ژوند ته دوام ورکولې شي خو په خپل دغه کار به سخت پښیمانه شي.

هغه څرګنده کړه چې له صهیونیسټ رژیم سره د اماراتو او بحرین د اړیکو عادي کول، د دغو رژیمونو د خیانت له څرګندیدو او ترې له کرکې پرته د مسلمانانو لپاره نور هیڅ څه نه لري.

 

ټیګونه

کمنټونه