Sep 30, 2020 05:23 Asia/Kabul
  •  د فلسطين له آرمان سره د خيانت لوبه به د لاسپوسو واکمنانو په نسکورېدو سره تمامه شي

د اسلامي بېدارۍ د نړيوالې ټولنې مشر له صهيونېسټ رژيم سره د ځينو عربو هېوادونو تعلقاتو ټينګولو ته په اشارې سره وويل، د فلسطين له آرمان سره د خيانت او ورته شا کولو لوبه به بالاخره د لاسپوسو واکمنانو په نسکورېدو تمامه شي.

ډاکټر علي اکبر ولايتي پرون د اسلامي بېدارۍ د نړيوالې ټولنې د عالي شورا په ديارلسمه غونډه کښې چې د ويډيو کانفرنس له لارې جوړه شوه د مقاومت د موضوع په رامنځته کولو کښې د اسلامي انقلاب د کاميابۍ رول ته په اشارې سره  وويل، د سيمې او نړۍ د مسلمانانو اتحاد او يووالے، د امريکې او د هغې د انډيوالانو د پلانونو ماتې، د سيمې د سياسي جغرافيا بدلون او د فلسطين د مظلوم ولس له انتفاضې سره په فوځي مقابله کښې د صهيونېسټ رژيم د مېنځ تشي هېبت ماتې د دغه موضوع له نتائجو څخه دي.

هغه زياته کړه، امريکنيان او صهيونېسټان د پېړۍ د معاملې د پلان له ماتې وروسته د انتخاباتو په درشل کښې د کورنيو افکارو د غولولو لپاره ځينې سيمه ايز لاسپوسي په دې ګمارلي دي چې د پټو او شرمناکو تعلقاتو په څرګندولو او ټينګولو سره د صهيونېسټي لابۍ يو بل خدمت ترسره کړي.ډاکټر ولايتي د فلسطين له آرمان سره د خيانت د مختلفو اړخونو په ډاګه کولو ضرورت ته په اشارې سره تاکيد وکړ، اسلامي سکالران او پوهان دې د تعلقاتو د ټينګولو او د پېړۍ معاملې په شان پلانونو  د مختلفو اړخونو او د سازباز او تسليمېدو نتائجو په ډاګه کولو سره د اسلامي ټولنو وګړي آګاه او بېدار کړي او مقاومت دې د مظلوم فلسطين د آزادۍ د يوازېنۍ لار او علاج په توګه معرفي کړي.

 

ټیګونه

کمنټونه