Sep 30, 2020 10:54 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د پښتو خپرونې د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .

نن به لومړۍ د تهران ګڼ چاپه ورځپاڼه کیهان ولولو .

د ترهګرۍ د درې دیرش (۳۳) ملاتړو هیوادونو سفیرانو په بغداد کښې د بریتانیا په سفارت کښې په غونډې جوړولو  سره د عراق د الحشد الشعبي ځواک پرضد د بوډې لومبړۍ(رباه پیر) تر مشرۍ لاندې نوي فتنه جوړه کړي ده .

له دې سره سره  چې روسیې په ځلونو خبرداری ورکړی دی چې د ځان پرضد هیڅ ګواښ نه زغمي د امریکا پوځ یو(۱) فیلم خپور کړی دی چې پکښې عسکر په اریزونا ایالت کښې د روسیې په وسله والو ځواکونو د حملې تمرین کوي .

ویل کیږي چې د امریکا په اریزونا ایالت کښې د عسکرو لخوا د  چین او د روسیې په عسکرو باندې د حملې پلان تمرین شوی دی .

 کیهان ورځپاڼې زیاته کړه د سعودي عربستان ائتلاف د زرم(۱۰۰۰) ځل  لپاره د یمن په الحدیده ولایت کښې د اووربند د موافقې په خلاف ورزۍ کولو سره په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په دغه ولایت کښې په خلکو باندې  دوه سوه درې شپیته (۲۶۳) ځله بمبارې کړي دي .

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخواني شخصي وکیل مایکل کوهین په یوې(۱) مرکې کښې ویلي دي د ټرمپ نوي مالیاتي رسواۍ د هغه سیاسي عمر پاې ته رسولی شي .

د امریکا په ولسمشر ټرمپ تور لګیدلی دی چې د ولسمشرۍ په پړاو کښې یې یوازې اوه سوه پنځوس (۷۵۰) ډالره مالیات ورکړي دي .

د کویت امیر صباح الاحمد الصباح پرون د امریکا په یوه(۱) روغتون کښې په یونوي (۹۱) کلنۍ کښې مړ شو او هغه له دوه زره شپږم (۲۰۰۶) میلادي کال راهسې په واک کښې و او د دغه کوچني عربي هیواد پینځلسم (۱۵) امیر و .

 کیهان ورځپاڼه لیکي په جرمني کښې  په کورونا ویروس د ککړیدونکو خلکو د شمیر زیاتیدا د دغه هیواد د صدراعظمې انګلا مرکل د اندیښنې او د احتیاطي ګامونو د غوره کولو لپاره د هڅې سبب شوي دي .

د جرمني صدراعظې خبرداری ورکړی دی چې په هیواد کښې شاید نولس زره (۱۹۰۰۰) کسان په دغه ناروغۍ ککړ شي .

د فرانسې د ولسمشر ماکرون وروستیو څرګندونو چې د لبنان د سیاستوالانو پرضد یې سختې خبرې کړې وي او ویلي یې وو بیروت ته د حکومت د جوړولو لپاره شپږ (۶) اونۍ وخت ورکوو د فرانسې پرضد د لبنان د سیاستوالانو سخت غبرګونونه راپارولي دي .

د سعودي عربستان سیاسي فعال او د حکومت مخالف «حمزه الشاخوري» ویلي دي د هیواد مخالفان د سعودي عربستان د ملي ورځې په نوم کوم شی نه لري او ال سعود یوازې یو (۱) نیواکګر رژیم دی ځکه چې عربستان  یې په نیواک کښې وروستلی دی .

د اذربایجان ، د ارمنستان او د قره باغ سیمې د چارواکو د اعلان پراساس په قره باغ سیمه کښې په تیرو څلورو (۴) ورځو جنګونو کښې یوسل شپږویشت (۱۲۶) کسان وژل شوي او دوه سوه دیرش (۲۳۰) نور ژوبل شوي دي .

()

قدرمنو دوستانو اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي درته واورو .

د سعودي عربستان د ائتلاف جنګي الوتکو په یمن باندې د خپلو څاروي ډولو بریدونو په دواوم کښې په مارب ، صنعا ، صعده او عسیر ولایتونو توغندوي حملې وکړې .

د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان ترمینځ د تاوتریخوالو له زیاتیدا او د سلو (۱۰۰) کسانو ته د دواړو هیوادونو د مړو کسانو په رسیدا سره ایروان ادعا وکړه ترکیې د ارمنستان یوه (۱) الوتکه نسکوره کړي ده داسې ادعا چې باکو او انقرې هغه سمدستي دروغ وبلله .

اطلاعات ورځپاڼه لیکي د ملګروملتونو د بشري حقوقو په شورا کښې د لبنان استازي د حزب الله غورځنګ پرضد د صهیونیسټ رژیم د استازي چټي خبرو ته پیاوړی ځواب ورکړ او حزب الله غورځنګ یې د لبنان د خلکو د ارادې نه جلا کیدونکي برخه وباله .

د مصر د اعتراض کونکو مشر محمد علي  چې په خارج کښې وسیږي وویل له قدرت څخه د ولسمشر عبدالفتاح السیسي تر څنګ ته کیدا پورې به د هغه پرضد ولسي اعتراضونه دوام ولري .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان برید جنرال پاسدار اسماعیل قااني په عراق کښې د امنیت له ټینګیدا او خپلواکۍ څخه د مذهبي مرجع ایت الله سیستاني ملاتړونو او د رول لوبونې په قدرونې سره ټینګار وکړ سیستاني د مرجعیت د اقتدار او د افتخار او په  عراق او اسلامي ټولنو کښې د قدرت د بسیج کونې  بیلګه ده .

ملګروملتونو وویل چې اسرائیلو د فلسطینیانو په سلګونو کورونه وران کړي دي .

د امریکا پولیټیکو مجلې په یوه (۱) راپور کښې په هیواد کښې د اوسنیو اقتصادي ، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په انځورولو سره د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د بریالیتوب لپاره د ډونالډ ټرمپ چانس ډیر سخت وباله .

د افغانستان د ملي روغې جوړې د شورا مشر عبدالله عبدالله چې پاکستان ته تللی دی د اسلام اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو موسسې په غونډې کښې وویل اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې کوم زمونږ ګاونډیو هیوادونو ته ګواښ متوجه ووسي .

دترکیې جمهوریت ورځپاڼې په یوه (۱) راپور کښې وویل سعودي عربستان د ترکیې پرضد تجارتي بندیزونه اعمال کړي دي .

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن ډوجاریک د یمن د استعفا شوي حکومت او د انصار الله غورځنګ ترمینځ د بندیانو د تبادلې د موافقې په هرکلي سره په دغه هیواد کښې د جنګ په ختمیدا ټينګار وکړ .

د عراق د عصائب اهل الحق غورځنګ وویل چې د هیواد د سیاسي نظام ماهیت د سردار سلیماني او د ابو مهدي المهندس د ټرور له دوسیې سره د بغداد د حکومت د کمزوري تعامل سبب شوی دی .

د افغانستان په فراه او بامیانو ولایتونو باندې د طالبانو په بریدونو کښې نهویشت (۲۹) حکومتي عسکر وژل شوي دي .

د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د لبنان په هکله د ایران پرضد مطرح شوي ادعاګانې رد کړې او ویې ویل داسې هیڅ سند نشته چې ثابته کړي ایران د لبنان د اوسنیو حالاتو مسول دی یا خنډونه جوړوي .
()

قدرمنو دوستانو اوس به د افغانستان د ځینو ورځپاڼو مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو .

Image Caption

 

()

د کابل چاپ ډېری ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په دوحه کې د تماس ډلې په خبرو کې د ځنډ او اسلام‌اباد ته ډاکتر عبدالله د سفر په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

()

مسیر ورځپاڼې لیکلي، په دوحه کې د تماس ډلې له تېرو شااوخوا ۲۰ ورځو راهیسې مخامخ اته(8) غونډې کړي، خو لایې هم بشپړه پایله نه ‌ده ورکړې.

د لیکوال په اند داسې ښکاري چې که دواړه اړخونه له بهرني فشار او درېیمګړي پرته همداسې پرېښودل شي، نو په میاشتو میاشتو به هم پر اصولو، کړنلاره او اجنډا توافق ونه‌کړي.

په سرمقاله کې سپارښتنه شوې، امریکا چې د افغانستان د سولې بهیر یې پيل کړی او پر مخ‌یې بیايي  نو په‌کار ده چې په دواړه اړخونو فشار زیات کړي، څو د وخت له ضایع کېدو پرته بین‌الافغاني مذاکراتو ته په کړنلارې هوکړه وشي.

()

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي  که څه هم په دوحه کې د دواړه اړخونو د تماس ډلې نږدې په سلو کې پینځه نوي (۹۵) پر اصولو او کړنلارې هوکړه کړې، خو لا هم جدي اختلاف لیدل کېږي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې طالبان په خبرو کې زیږه  او تنده لهجه کاروي، داسې فکر کړي چې دوی فاتحین دي  د لیکوال په اند دا کار روانو خبرو ته زیان رسوي.

په سرمقاله کې ټینګار شوی، اوس چې د سولې لپاره فرصت رامنځته شوی  دواړه ډلې باید په خبرو کې له صبر، زغم او حوصلې کار واخلي  څو بین‌الافغاني خبرې اترې  چې ولس ورنه زیاتې تمې لري  له خنډ او ځند سره مخ نه ‌شي.

()

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي  په سیمه کې اوس هم د افغانستان د سولې په اړه اجماع نه‌شته.

په سرمقاله کې راغلي، پاکستان په قطر کې ناست طالبان دې ته نه‌پرېږدي، چې په خپل سر عمل وکړي  نو ځکه هم د تماس ډلې په خبرو کې کم پرمختګ لیدل کېږي.

()

دنیا ورځپاڼې لیکلي، پاکستاني چارواکو ډاکتر عبدالله عبدالله سره د افغانستان د سولې په اړه نوې ژمنې کړي او د افغانانو په مالکیت ‌یې د سولې له بهیر ملاتړ کړی.

د لیکوال په اند پاکستان تل په داسې حساس وخت کې پستې خبرې او غوړې ژمنې کوي  خو بیا یې عمل بل ډول وي.

لیکوال سپارښتنه کوي پاکستان باید په کړیو ژمنو او خبرو عمل وکړي  که چېرې یې دا کار و نه‌ کړ نو د افغانستان  حکومت ته په‌کار دی چې له پاکستان سره په خپلو اړیکو او ډپيلوماسۍ کښې  له سره کتنه وکړي.

()

قدرمنو ملګرو د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام په همدې وخت پاې ته ورسید له تاسو اجازه غواړو د خدای په امان .

 

ټیګونه

کمنټونه