Sep 30, 2020 11:57 Asia/Kabul
  • کویت د امیر د مړینې په اړه د لاریجاني د خواخوږی پیغام

په یو پیغام کې، د اسلامي انقلاب د ستر رهبر سلاکار د "صباح الاحمد جابر الصباح" په مرګ د کویټ له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د اسلامي انقلاب د ستر رهبر سلاکار علي لاریجاني، د کویټ نوي امیر شیخ نواف الاحمد الجابر الصباح ته په یوه پیغام کې ټینګار وکړ چې شیخ صباح الاحمد جابر الصباح د ایران او کویټ ترمینځ د ورورولۍ د اړیکو لیوالتیا لرله او د سیمه ییزو ستونزو په حل کې مثبت رول لوبولی دی. تل یې هم په دغه لور روان وو.
لاریجاني د کویټ نوي امیر شیخ نواف الاحمد الجابر الصباح ته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
شیخ "سباح الاحمد الجابر الصباح" د کویټ امیر، د سه شنبې په ورځ د 91 کلنۍ په عمر وفات شو.
د کویټ امیر د جولای راهیسې په میناسوټا ولایت د روچسټر ښار په روغتون کې بستري وو.
د کویټ حکومت د صباح الاحمد الجابر الصباح، له مرګ وروسته د پخواني ولیعهد نوف الاحمد الجابر الصباح د کویت د نوي امیر په توګه اعلامیه خپره کړه.

ټیګونه

کمنټونه