Sep 30, 2020 12:47 Asia/Kabul
  • د انرژۍ په برخه کې د ایران او بیلاروس تر منځ د همکارۍ د پراختیا د لارو څیړنه

په مینسک کې د ایران سفیر او د بیلاروس د انرژۍ وزیر د انرژۍ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا پر لارو خبرې اترې وکړې.

په مینسک کې د ایران سفیر سعید یاري د بلاروس د انرژۍ له وزیر ویکتور کارنکویچ سره وکتل او د انرژۍ په برخه کې د ایران او بیلاروس تر منځ د اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون په څوارلسمه غونډه کې د دواړو هیوادونو تر منځ د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ د شوېو هوکړې په اجراکولو ټینګار وکړ.
د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د ایراني شرکت مپنا (د ایران د پاور پلانټ پروژو مشر) ظرفیتونو او د هغې د روښانه فعالیتونو ته په اشارې ، یاري په بیلاروس کې د بریښنا صنعت پورې اړوند پروژې اجرا کولو لپاره د دې شرکت چمتووالی اعلان کړ.
د بیلاروس د انرژۍ وزیر ویکتور کارانکوویچ هم د انرژۍ په برخه کې د تهران او مینسک ترمنځه همکاریو تاریخ ته په کتنې او  په ایران کې د بل انرګو فعالیتونو ته په اشاره سره د بریښنا او ګاز صنعت په برخه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا هرکلی وکړ.

ټیګونه

کمنټونه