Oct 07, 2020 13:17 Asia/Kabul
  • ایران پخپلو سرحدي سیموکې دترهه ګرو دشتون اجازت نه ورکوي

حسن روحاني همداراز د آذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمینځ د روان جنګ په یوه سیمه ایز جنګ د بدلیدو په باب هم خبرداری ورکړی او وئيلی ئې دي ، هغه کسان دې چې ددغو نښتو او شخړو په سختولو پسې دي ، پام ولرل شي ، چې ددغو شخړو دوام دیوه هیواد په ګټه نه دي واو باید دغه جنګ له سیاسی حل لارو پاي ته ورسیږي .

زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران ولسمشرحسن روحاني نن د حکومتي کابینې  په غونډې   په دې خبرې په ټينګار سره  چې پخپلو سرحدي سیمو :ې د ترهه ګرو دشتون اجازت هیڅکله هم نه ورکوو ، وئيلي دي ، دغه موضوع د منلو وړ نه ده  او  په ډاګه مو د خپلو ګاونډیو هیوادونومشرانو ته هم  دا خبره رسولې ده .

 ډاکټر حسن روحاني همداراز د آذربایجان جمهوریت او ارمنستان له   ولسمشرانو سره   خپلو خبرواترو ته په اشارې سره هم روښانه کړې ده ،  په دغو خبرواترو کې د آذربایجان  جمهوریت د مځکنۍ بشپړتیا په  ساتنې ټينګار شوی ،خو ایران باؤري دی ،هیڅ یوه خبره دجنګ او جګړو له لارې  نه حل کیږي او باید  نوره  لارې چارې ولټول شي او تهران په دې زمینې کې بشپړ تیار دی . 

 داسلامی ایران ولسمشر ټينګار کړی،ایراناجازت نه ورکوي ،ځيني په یو شمیرپلمو سره ،هغه ترهه ګر چې  اسلامی ایران تر کلونو کلونو پورې ورسره په سورئې کې  جنګیدلی ،د ایران سرحدي سیمو ته راولي .

 حسن روحاني  همداراز  د آذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمینځ د روان جنګ په یوه سیمه ایز جنګ د بدلیدو په باب  هم خبرداری ورکړی او وئيلی ئې دي،هغه کسان دې چې  ددغو نښتو او شخړو په سختولو پسې دي ، پام ولرل شي،چې ددغو شخړو دوام  دیوه هیواد په ګټه  نه دي واو باید  دغه جنګ له سیاسی حل لارو  پاي ته ورسیږي .د اسلامی ایران ولسمشر په دې په ټينګار سره چې  نیواک او جنګ د ایران لپاره دمنلو وړ نه دی ،  هیله ښودلې   په هغو هلو ځلو سره چې  ترسره کیږي ، سیمې ته ثبات بیرته ستون شي .

 د اسلامی ایران ولسمشر پرون د اذربایجان جمهوریت له  ولسمشر  الهام علی اوف سره په ټيلیفوني تماس کې  دقره باغ په شخړې کې  د نورو هیوادونو  په احتمالی لاسوهنې  او  په یوه سیمه ایز جنګ ددغې شخړې په بدلولو  داندیښنې په څرګندولو سره  یادونه کړې ، د سیمې او په تیره بیا د ایران دشمالی سرحدي سیمو  امنیت او آرامښ او ثبات ، د تهران لپاره ډير مهم دی  او دا بحران  او دسرحدي ناکراریو دوام باید د  ځينو ترهه ګرو ډلو د نفوذ زمینه جوړونکی  نه شي  .

 

ټیګونه

کمنټونه