Oct 08, 2020 04:58 Asia/Kabul
  • د بشري حقوقو په هکله د امریکا وینا تریخ طنز دی

ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په دریمې (۳)کمیټۍ کښې د ایران استازي محمد زارعیان د ایران د خلکو پرضد د امریکا په اقتصادي ترهګرۍ باندې نیوکې سره وویل د بشري حقوقو په هکله د امریکا او د هغې د متحدانو وینا د تاریخ تریخ طنز دی .

هغه پرون د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د دریمې (۳) کمیټۍ په غونډې کښې د ایران پرضد د خپلو غیر قانوني بایکاټونو د سیاست د دوام یا د بندیزونو د نور سختولو لپاره د امریکا ټینګار غیر اخلاقي او د نړیوالو قوانینو پرخلاف وباله او یادونه یې وکړه دغه سیاست د ډیرو خلکو ژوند چې په ټوله دنیا کښې له کورونا ویروس جنګیږي په خطر کښې اچولی دی .

زارعیان په دې خبرې سره چې دامریکا د ادعا په اپوټه د ایران لپاره بشردوستانه خدمات او شیان هماغه راز د واشنګټن د بې رحمانه بایکاټونو تر اغیز لاندي دي وویل مالي موسسې د امریکا له غچ اخیستلو ویریږي په همدې دلیل د بشر دوستانه شیانو د معاملو د اسانتیا لپاره رامینځته شویو مالي کانالونو کومه معلومه نتیجه نه ده لرلي .

 

ټیګونه