د امریکا یواړخیز پالنه او نړیوال ګواښونه :-
د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په دریمې (۳) کمیټۍ کښې د ایران استازي محمد زارعیان وویل د یواړخیز پالنې دوام د بشري حقوقو د لوړتیا او د ملاتړ لپاره نړیوال ګواښ دی .
هغه پرون د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د دریمې (۳) کمیټۍ په غونډې کښې وویل د ایران د خلکو پرضد د یواړخیزه غیرقانوني اجباري اقداماتو لمن او اغیز حتی د کورونا ویروس د خپریدا په وخت کښې زیات شوی هم دی .
د ایران د ملت پرضد د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت کړچار او سیاست د ورانونکي یواړخیز پالنې د نندرې اوج دی چې د ایران د خلکو په لومړیو حقوقو باندې په ګوزار کولو سربیره یې نړیوال امنیت هم له خطر سره مخ کړی دی .
په دوه زره اتلسم (۲۰۱۸) میلادي کال کښې له اټومي تړون د امریکا له وتلو وروسته د ایران پرضد د واشنګټن ترټولو سخت اقتصادي بایکاټونه لګیدلي دي چې د کورونا د وژونکی ساري ناروغۍ له خپریدا په یووخت د امریکا دغه بندیزونه په بیلابیلو اړخونو کښې نور پسې زیات شوي هم دي .
د ایران په اتلسو (۱۸) بانکونو بندیزونه ، ایران ته د خاصو ناروغیو د درملو د ورتلو مخه نیول ، د ایران د سرې میاشتې ټولنې ته د انفلونزا د دوه (۲) میلیونه واکسینونو د ورکولو مخه نیول او اقتصادي بایکاټونه له خپلو حقوقو او ګټو د ایران د ملت د بې برخې کولو نښه ده او دا ډوال اقدامات له اقتصادي ترهګرۍ پرته بل څه نه دي .
په همدې زمینه کښې په جینیوا کښې دیره په نړیوالو ادارو او د ملګروملتونو په دفتر کښې د ایران استازي «اسماعیل بقايي هامانه »یواړخیزه بایکاټونه د بشریت پرضد جنایت وباله او ویې ویل د امریکا د یواړخیزه بایکاټونو په وړاندې د اروپا انفعالي کړچار مردود دی .
له خپلو اقتصادي او سیاسي ګټو د ایران د ملت په محرومولو کښې د امریکا د یواړخیزه اقداماتو په وړاندې د نړیوالې ټولنې په تیره بیا د اروپا دریځونه د دفاع کولو وړ نه دي او د دغه کړچار دوام ډله ییزو ګټو ته هم ګواښ کوي .
د ژوند له حق څخه د یوه (۱) ملت د محرومولولپاره د زور ویونکي کړچار کارول د بشري حقوقو د لومړنیو اصولوخلاف ورزۍ ده او د بایکاټونو د لغو کولو لپاره د بشري حقوقو سازوکارونو ته بې پامۍ د نړیوالو اصولو خلاف ورزۍ ده .
د نړیوالو اصولو احترام او رعایت د نړیوال امنیت او د سولې له تحقق سره معنا لرونکی ارتباط لري او په دا ډول شرایطو کښې له نړیوالو ټولنو هیله کیږي د امریکا د یواړخیزپالنې د کړچار په وړاندې منفعل ونه وسي .
په همدې زمینه کښې د ایران د خارجه وزیر د نړیوالو او د حقوقو چارو مرستیال« محسن بهاروند »باوري دی د نړۍ هیوادونه باید د ډله ییز مخالفت له لارې د یواړخیز پالنې په ردولو کښې متفق او یوشان عمل وکړي .
سره له دې د ایران اسلامي جمهوریت د خپلواکه هیواد په توګه تل د خپلو خلکو د حقوقو د دفاع لپاره په نړیوالو ټولنو کښې د امریکا د حکومت اقدامات تعقیب کړي دي .
د بیلګې په توګه ایران د خپل ملت پرضد د امریکا د بایکاټونو تاوانونه په ګوته کړي دي او په یوې (۱) لایحې کښې یې د هیګ نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي دي .
په دې سربیره د ایران د اسلامي جمهوریت د بشري حقوقو کمیټۍ د خپل هیواد د خلکو پرضد په بایکاټونو کښې د امریکا د لاس لرونکو پینځه څلویښتو (۴۵) حقیقي او حقوقي شخصیتونو نومونه راغونډ کړي او تدوین کړي دي .
د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل د امریکا حکومت په پریکنده توګه د ایران د ملت پرضد د اعمال شویو بایکاټونو د تاوان د ورکولو مسول دی .