Oct 18, 2020 04:27 Asia/Kabul
  • د ایران پرضد وسله وال محدودیتونه نن ختم شول

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې (۱) رسمي خبر پاڼې په خپرولو سره د تهران د وسله والو محدودیتونو د ختمیدا په هکله ټینګار وکړ له نن ورځې څخه د ایران ا سلامي جمهوریت کولای شي هرډول وسلې او ضروري تجهیزات له هرې سرچینې او له قانوني محدودیت پرته او یوازې د خپلو دفاعي اړتیاو پراساس برابر کړي او تهران دغه راز د خپلو سیاستونو پراساس دفاعي وسلې صادرولی شي .

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي نن د نړیوالې ټولنې لپاره یوه(۱) ډیره مهمه ورځ ده چې د  امریکا  رژيم د هڅو په اپوټه یې د ملګروملتونو د امنیت شورا د دوه زره دوه سوه یودیرشم (۲۲۳۱) پریکړه لیک او د اټومي تړون ساتنه کړي ده .

د ایران د خارجه وزارت رسمي خبرپاڼه زیاتوي د اټومي تړون د یوه (‍۱)نوښت پراساس د وسله والو محدودیتونو او په مسافرتونو باندې د بندیزونو  له قید او شرط پرته او پریکنده ختمیدا د هیڅ ډول نوي پریکړه لیک تصویبیدا ته ضرورت نلري او د ملګروملتونو د امنیت شورا لخوا د هیڅ بیانیې خپریدا او یا بل کوم اقدام ته اړتیا نشته  .

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په دوام کښې د خپل بهرني سیاست بنیاد په هره بڼه د دباو او د سلطې ردول وباله او ټینګار یې وکړ د هیڅ ډول محدودیت منل هیڅکله د ایران لخوا په رسمیت نه دي پیژندل شوي .

په دغه بیانیې کښې دې ته په اشارې سره چې د ایران دفاعي نظریه د خلکو په سترې پایدارۍ او په ځايي توانمنۍ ولاړه ده ویل شوي دي د ایران اسلامي جمهوریت په ځايي وړتیاو او ظرفیتونو باندې تکیې سره خپلې دفاعي اړتیاوې تامین کړي دي او دغه نظریه هماغه راز د دفاعي قدرت په ساتلو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ټولو اقداماتو اصلي چورلیز او اساس  دی او وي به .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د بیانیې په پاې کښې ویل شوي دي امریکا چې د امنیت شورا د پریکړه لیک د ډیرې خلاف ورزۍ لپاره په هڅې کښې د هغې غیرقانوني او بد غواړي چلولونه په تیرو دریو (۳) میاشتو کښې څو ځله د امنیت شورا لخوا په پریکنده توګه رد شوي دي باید د دوه زره دوه سوه یودیرشم (۲۲۳۱) پریکړه لیک په وړاندې خپل ورانونکی کړچار پاې ته ورسوي او د ملګروملتونو د منشور پراساس خپلو ژمنو ته په کامل ډول بیرته ورستنه شي او له نړیوالو حقوقو سره توپیر لرونکي اقدامات او په نړیوال نظم باندې سترګې پټول پاې ته ورسوي او په لویدیځې اسیا سیمې کښې بې ثباتۍ ته  له لمن وهلو دې ډډه وکړي .

 

ټیګونه