Oct 20, 2020 05:00 Asia/Kabul
  • د امريکې د سياست بنياد د ګډوډۍ او ناامنۍ رامنځته کول دي

د ايران د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر په افغانستان او عراق کښې د امريکې د سياست بنياد د ګډوډۍ او ناامنۍ رامنځته کول وبلۀ.

علي شمخاني پرون په تهران کښې د افغانستان د ملي مصالحاتي شورا د مشر عبدالله عبدالله په کتنه کښې د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د امريکې د تخريبي سياستونو په بيانولو سره چې نتيجه يې د سيمې د خلقو لپاره له جنګ، ويجاړۍ او شا ته پاتې والي نه بغېر څه نه ده لرلې وويل، د امريکې د دا ډول دامونو څخه د بچ پاتې کېدو يوازېنۍ لار مقاومت او د وحدت او يووالي ساتنه ده.

شمخاني د افغانانو ترمېنځ خبرې اترې، د جمهوريت او د قامونو او مذهبونو د حقوقو ساتنه او په اساسي قانون عمل کول په افغانستان کښې د پائېدار امنيت او ثبات په ټينګښت کښې اصلي او زيات تاثير کونکې موضوع وبلله او واضحه يې کړه، امريکه تل د خپل شتون د ساتنې او د ناامنۍ جاري ساتنې لپاره په افغانستان کښې د ثبات بخښونکو چارو د کمزوري کولو په لټه کښې وه او ده.

شمخاني همدارنګ يادونه وکړه چې ايران په تېرو څلوېښتو کلونو کښې له درې ميلينو زياتو افغان کډوالو په منلو او هراړخيز ملاتړ سره په عمل کښې د ګاونډيتوب او همسايه توب حق ادا کړے دے او تهران هيله لري چې افغان چاروکي به هم په وحدت او يو زړۀ توب سره د دواړو هېوادونو ترمېنځ د اختلاف رامنځته کولو لپاره د  پرديو د رخنې اچولو او د خپلو سپېرو پلانونو د عملي کولو اجازه ورنه کړي.

د افغانستان د ملي مصالحاتي عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله ههم د افغانستان په وړاندې د ايران د ملاتړونو او اصولي دريځونو په قدرونې سره له تهران سره د تعلقاتو پراختيا د کابل د بهرني سياست له ترجيحاتو او اصولو څخه وبلله.

هغه د افغانستان د صلحې د بهير د وروستيو بدلونونو د يو رپوټ په وړاندې کولو سره وويل، ايران تل په سيمه په تېره بيا په افغانستان  کښې د ثبات او ارامښت په رامنځته کولو کښې يو ټاکونکے کردار ادا کړے دے.

 

ټیګونه

کمنټونه