Oct 20, 2020 05:31 Asia/Kabul
  • مسلمانان به له اسرائيلو سره د تعلقاتو د ټينګولو د دسيسې په وړاندې پاڅون وکړي

د فلسطين له ولسي انقلاب څخه د ملاتړ د کمېټۍ مشر وويل: مسلمانان به د مقاومت د محور او د ايران د اسلامي جمهوريت په برکت له اسرائيلو سره د تعلقاتو د ټينګولو د دسيسې په وړاندې مضبوط او مستحکم پاڅون او مقاومت وکړي.

د ايرنا د رپوټ له مخې آيت الله محمد حسن اختري له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو له ټينګولو سره په مقابله کښې د ملتونو رول نومې ويډيوکانفرنس له لارې غونډه کښې په دې باندې په تاکيد سره چې د فلسطين او د صهيونېسټ رژيم نيواک موضوع له څه خاص دين، مذهب، هېواد او ګوند سره تعلق نه لري څرګنده کړه، دغه آرمان له ټولو ملتونو، دينونو، ډلو او ګوندونو سره تعلق لري.

آيت ا... اختري د تعلقاتو د ټينګولو د دسيسې په وړاندې د عملي او کارنده اقداماتو د غوره کولو ضرورت ته په اشارې سره واضحه کړه: د امريکائي او برطانوي سامانونو بائيکاټ او د آل سعود، آل نهيان او د بحرېن د ډېکټاټور رژيم د جنايتونو په ډاګه کول له دغو لاروچارو څخه دي.

په عراق کښې د فلسطين له مقاومت څخه د ملاتړ د عربي او اسلامي ټولنې استازي او د دغه هېواد د علماو د شورا مشر حجت الاسلام والمسلمين يوسف الناصري هم په دغه غونډه کښې وويل، د تعلقاتو جوړولو بهير له ديني، ملي او وطني لحاظه يو ناروا او غېر انساني اقدام دے

هغه زياته کړه، اسلامي او عربي امت او انساني ټولنه پکار دے د فلسطين له حق څخه ملاتړ وکړي ځکه چې دغه ملاتړ په نړۍ کښې د صلحې او ارامښت د ټينګښت سبب کيږي.

 

ټیګونه

کمنټونه