Oct 20, 2020 16:28 Asia/Kabul
  • په ایران کې نورڅه دپاسه پنځه زره کسان په کرونا ککړشوي دي

په ایران کې په تیر شواروز کې د درې سوه دوه دیرش قربانیانو په زیاتیدا سره په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر یو دیرش زره او څلور دیرش تنو ته رسیدلی دی .

 زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران د روغتیائي چارو وزارت ویندوئې میرمن سیماسادات لاري نن په هیواد کې د کرونائي بحران دککړو کسانو د شمیر د اعلانولو په وخت په تیر شواروز کې د څه دپاسه پنځه زره  ککړو کسانو  دپيژندلو خبر ورکړی او وئیلي ئې  دي ،له بده مرغه په تیر شواروزو کې  په کرونا ککړو   درې سوه دوه دیرش تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

میرمن لاري وئيلي په ایران کې د پنځه زره نهه دیرش زره نورو ککړو کسانو په پيژندګلوۍ سره په درست ایران کې تر دې دمه د ککړو کسانو شمیر پنځه لکه نهه دیرش زره درې سوه تنو ته زیات شوی  او  دغه راز په تیر شواروز کې  په روغتونو کې دوه زره  دوه سوه پنځوس تنه  هم بستري شوي دي .

 په ایران کې په تیر شواروز کې د درې سوه دوه دیرش قربانیانو په زیاتیدا سره په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر  یو دیرش زره  اوڅلوردیرش تنو ته رسیدلی دی .

  په درستې نړۍ کې  په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر کابو یوڅلویښت میلیونو تنو ته رسیدلی چې له دوي کابو یو ملیون یو لک شل زره تنوخپل ژوند له لاسه ورکړی  او دغه راز په درملنې پسې  څه دپاسه دیرش میلیون تنه ښه او له روغتونونو رخصت شوي هم دي .

 

ټیګونه

کمنټونه